د تخنیکي وسایلو او ټایپ اپروول مدیر

ATRA

وروستۍ ورځ
۲۱ لړم ۱۴۰۵۱۵ ورځې پاتې
معاش
د اترا ادارې د معاشاتو د سکیل مطابق
د قرارداد موده
permanent with 6 months probationary period

لنډیز

برخه
Government
د اعلان نېټه
۵ لړم ۱۴۰۵
تابعیت
Afghan
جنسیت
Male
د بست شمېره
01
د بستونو شمېر
1
زده کړې
1. د تحصیل درجه : د مخابراتو، برېښنا، یا کمپیوټر انجینري په برخو کې د لیسانس یا ماسټرۍ تر کچې تحصیلي سند لرل.
تجربه
۳ کاله د بست د اوصافو او سره مرتبطه کاري تجربه ولري.

د دندې لنډیز

هدف وظیفه

د مخابراتي او تخنیکي وسایلو د ارزونې، ازموینې، تصدیق او ټایپ اپروول (Type Approval) پروسې مدیریت، تر څو ټول تجهیزات د نړیوالو او ملي معیارونو سره سم بازار ته وړاندې شي او د شبکو د کیفیت، خوندیتوب او همغږۍ تضمین وشي.

د دندو لایحه

وظیفوي مسئولیتونه

۱-د متقاضي له خوا په سیستم کې آنلاین فورم ډکول او د هغې له بشپړتیا څخه اطمینان حاصلول.

۲- د ټولو وارداتي مخابراتي تخنیکي وسایلو د ټایپ اپروول پروسې ارزونه او څارنه.

۳- د وسایلو تخنیکي مشخصات د نړیوالو او ملي معیارونو سره پرتله کول او د مربوطه طرزالعمل مطابق ارزونه.

۴- د مخابراتي مجازو وسایلو لپاره د ټایپ اپروول د سند ترتیب کول.

۵- د ټایپ اپروول د ورکولو په موخه د تعرفې ترتیب او صادرول.

۶- د غیرمعیاري وسایلو د ممنوعیت لپاره د اړوندو ادارو او ګمرکاتو سره همغږي.

۷- د ټایپ اپروول اړوند راپورونو ترتیب او د مستند امر ته وړاندې کول.

۸- د نړیوالو معیارونو، ITU او سیمه‌ییزو اصولو سره همغږي درلودل.

۹- د وارداتي شرکتونو او عرضه‌کوونکو سره د ټایپ اپروول اړوند مسایلو په اړه د معلوماتو ورکول.

۱۰ – اړونده آمر ته میاشتنې ګزارش ، ربعوار ګزارش او کلني ګزارش وړاندې کول .

۱۱ – د هغه چارو سرته رسول چې د اړونده آمر یا رئیس لخوا ورته سپارل کیږي .

شرطونه

مواصفات

تحصیلات، تجارباو لازم مهارتونه

  1. د تحصیل درجه : د مخابراتو، برېښنا، یا کمپیوټر انجینري په برخو کې د لیسانس یا ماسټرۍ تر کچې تحصیلي سند لرل.
  2. 2.لازمه تجربه:

کاندید باید لږ تر لږه ۳ کاله د بست د اوصافو او سره مرتبطه کاري تجربه ولري.

مهارت های لازم

ü د ټایپ اپروول پروسې، اسنادو او تخنیکي ازموینو په اړه بشپړه پوهه درلودل.

ü په کاري روشونو کې د ابتکار او خلاقیت توانایي درلودل.

ü په هېواد په رسمي ژبو ( پښتو او دري ) کامل تسلط ولري او د انګلیسي ژبې سره پوره بلدتیا ولري.

ü د افغانستان تابعیت ولري او په هیواد کې استوګن وي .

ü جرمي سوابق ونلري .

ü د مایکروسافت آفیس د پروګرامونو سره پوره بلدتیا ولري .

ü مدیریتي مهارتونه ( برنامه جوړونه ، هماهنګي ، کنترول ، نظارت ، د وخت مدیریت )

ü د کاندید سن باید له ۱۸ څخه کم او د ۶۵ څخه پورته نه وي

ü د مخابراتي خدمتونو د قانون په اړه پوره معلوماتو درلودل.

ü د سلسله مراتب مراعات کول او پدې اړه پوهه لرل.

ü د مخابراتي توکو سره پوره اشنایي درلودل او پيژندل.

ü په پيچلي محیط کې کارکولو باندې توانایي درلودل او همدارنګه ټیمي کار کې علاقمند و اوسي.

ü د مخابراتي وسایلو د ملي او نړیوالو معیارونو سره بلدتیا درلودل.

د غوښتنې لاره

د محترمو کاندیدانو څخه هیله کیږي چې تر څو د اړونده بست لپاره څانګړې فورمه ډکه او لاندې بريښنالیک ته يې راواستوي او همدارګه کولای شي چې یاده فورمه د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام د آمریت څخه ترلاسه کړي .

پته : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ۱۸ پوړیزه ودانۍ دیارلسم منزل د استخدام آمریت

بریښنالیک jobs@atra.gov.af

د اړیکي شمیره : 0202100763

نوټ : د ټولو محترمو کاندیدانو څخه هیله کیږي چې که چیرې ستاسو تحصیلات او یا هم کاري تجربه د پورته بست سره سمون نه خوري لطفا خپل غوښتنلیک مه را استوئ او همدارنګه خپل ټول تحصیلي اسناد ( ديپلوم یا ترانسکریپټ چې د لوړو زده کړو د وزارت تائیدي ولري) د کاري تجربې اسناد لکه ( لکله قرار داد خط ، د منابع بشري تائیدي ، او که مو دولتي رسمي دنده اجرا کړې وي خلص د سوانح چې د صدور د نیټې څخه یې ۶ میاشتو څخه ډیره موده نه وي تیره شوې) پهPDF فایل کې چې اندازه یې د 5MB څخه لوړه نه وي راواستوئ .

والسلام

jobs@atra.gov.af

د موسسې په اړه

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره د هیواد په سطحه د مخابراتي او انترنتي خدمتونو د کنترول او څارنې اداره ده چې به هیواد کې د مخابراتي خدمتونود ودې او پرمختیا ، د مخابراتي مارکیټ د تنظیم او څارنې ، مخابراتي خدمتونو ته د هیوادوالو لاسرسی ، مارکیټ ته د مخابراتي خدمتونو د آپریټرانو یا وړاندې کوونکو له تبعیض پرته لارموندنه ، د هیواد به سطحه د مخابراتي مارکیټ پیاوړتیا ، د هغه خدمتونو د کمیت او کیفیت د لوړولو په غرض او د نورو اړونده چارو مسئوله اداره ده .

https://www.acbar.org/applicationform

که دا اعلان ستاسو دی او غواړئ لرې شي، له لاندې فورمې موږ ته ووایاست.

ورته دندې

  1. Data Entry Operator International Committee of Red Cross - Afghanistan نوېهلمندښځو ته پرانیستې
  2. Provincial Project Manager (CHA), Coordination of Humanitarian Assistance موسسه همکاری نوېزابل
  3. Executive Director Welfare Organization for Society and Development of Afghanistan (WOSDA) نوېکابلښځو ته پرانیستې
  4. Data Clerk CTG نوېکندهارښځو ته پرانیستې

د اداره او بشري سرچینې ټولې دندې

د یوې ناسمې شمېرې راپور

که په دې مخ کې کومه شمېره له هغه سره توپیر لري چې تاسو یې وینئ، موږ ته ووایاست. هر راپور لوستل کېږي.

آفلاینوروستۍ شمېرې چې زموږ سره وې هغه ښیو.