د نرسنګ پوهنځي پوره وخته استاد ۲ بستونه( یو بست فزیالوژي او مایکروبیولوژي، یو بست د بیوشیمي او فارمکالوژي)
Spinghar University (Nangarhar)
- وروستۍ ورځ
- ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۵۱۹ ورځې پاتې
- معاش
- As per SU Salary Scale Base
- د قرارداد موده
- له يو سمستر ازمایښتي دورې وروسته دوه کلن
لنډیز
- برخه
- Education
- د اعلان نېټه
- ۲۳ لړم ۱۴۰۵
- تابعیت
- Afghan
- جنسیت
- Male
- د بست شمېره
- SU-HR-042
- د بستونو شمېر
- 2
- زده کړې
- نوماند باید لږ تر لږه د معالجوي طب پوهنځي څخه د (MD) يا ماسترۍ دورې د فراغت تائيد شوي اسناد ولري.
- تجربه
- په اړونده برخه کې لږ تر لږه (3) کاله پرله پسې کاري تجربه
د دندې لنډیز
د بست د دندو لایحه
- په کلني ډول د انفرادي کړنو پلانونه او د تطبیق راپورونه يې جوړول.
- د نويو بستونو تحريري ازموينو په برخه کې د پوهنتون کارکوونکو چارو آمریت/تقرر او انفکاک کمېټې سره همکاري کول.
- د لوړو زده کړو وزارت څخه د پوهنځي تائيد شوي نصاب او درسي مفرداتو پر بنسټ محصلانو ته درسي لوست توکي چمتو کول.
- له انټرنټ څخه د سلايډونو ترلاسه کولو، له اړين اېډېټ او نصاب سره مطابقت پرته محصلانو ته د هغې له تدريس څخه ډډه کول.
- د سمستر له پیل څخه وړاندې د خپلو مضامینو لپاره د نصاب اصلي او فرعي کمېټو له خوا پر پايلو ولاړې محصل محوره (OBE, SCL) زده کړو د معيارونو سره سم کورس پالېسیانې ترتیبول او د ډيپارټمنټ آمریت او کریکولم کمېټې څخه یې تائیدول.
- د سمستر په پیل کې د خپلو مضامینو اړوند تائید شويو کورس پالېسیانو هارډ کاپي محصلانو ته ورکول.
- د پوهنځي له خوا ترتيب شوي او تائيد شوي کرېډېټ پلان او درسي مهالوېش مطابق د خپل مسلک اړوند مضامينو تدريس کول.
- د درسي پلانونو او عملي کارونو لارښود مطابق په اړوندو لابراتوارونو کې د ټکنيشن په مرسته محصلانو ته عملي کارونه تر سره کول.
- د پوهنځي/ډيپارټمنټ پرېکړې مطابق په هر سمستر کې د يو ټولګي محصلان لپاره د لارښود په توګه معلوم مسؤليتونه ترسره کول.
- د محصلانو روغتوني عملي کارونو په برخه کې د ((Bed Side Teaching لارې په تدريسي روغتون کې اړوندې چارې تر سره کول.
- د تدريس لپاره د ټکنالوژيکي وسایلو څخه ګټه پورته کول او محصلان د يادو وسایلو کارولو ته هڅول.
- محصلانو ته د څېړنیزو فعالیتونو ترسره کولو په موخه کورنۍ دندې او له دقيقې کره کتنې وروسته ورته د اصلاح په موخه کتبي فیډبیک ورکول.
- د محصلانو حاضري په دقیق ډول اخیستل.
- د ځانګړي تائيد شوي فورم په مرسته د ترسره شوي تدريس په هکله له محصلانو څخه فيډبیک ترلاسه کول ( ځان ارزونه کول).
- د تضمين کيفيت آمريت له خوا ترتيب شوي چکلېست له مخې د انفرادي کړنو فايل اړوند اسناد په دوامدار ډول پوره کول او په خپل فايل کې ساتل.
- د پوهنځي د څېړنو فرعي کمېټې د پلان له مخې د علمي څېړنو لپاره د معلوم پروسیجر مطابق موضوعات او پروپوزلونه د تائيد په موخه د علمي څېړنو فرعي کمېټې ته سپارل او جاري څېړنې د نشر په موخه بشپړول.
- د پوهنځي اړوند فرعي کمېټو څخه حد اقل په یوه کمېټه کې د کمېټې د مسؤل یا غړي په توګه په مسؤلانه توګه اړوند کارونه تر سره کول.
- د پوهنځي ریاست او ډيپارټمنټ سره په اکاډميکو او اداري کارونو کې مسؤلانه تعامل کول.
- د نظري تدریس، عملي تدریس، آزموینو او کمېټو کارونو ترسراوي په هکله د پوهنځي او پوهنتون اړوندو مسؤلینو ته معلومات ورکول.
- د سمستر په جریان کې د تدریس تر څنګ، محصلانو ته د مضامینو اړوند په مهمو علمي موضوعاتو سمینارونه وړاندې کول.
- د سمستر په پای کې د تدريس شویو مضامينو تدريس د تکمیل راپورونه (Course Completion Reports) د ټاکلي فارمټ سره سم چمتو کول او د تحصيلي نصاب/ کرېکولم فرعي کمېټې ته يې د کتنو او تائيد لپاره سپارل.
- د هر سمستر ازموینو لپاره د خپلو اړوندو مضامینو سوالونه د لوړو زده کړو وزارت د معلوم طرزالعمل او اصولو سره سم ترتیبول او په خپل وخت یې د پوهنځي د ازموینو او نتایجو کمېټې ته سپارل.
- د سمستر په پای کې د اړوندو مضامينو حاضريانې د پرنټ او لاسليک لپاره تدريسي مديرانو ته سپارل.
- د محصلانو د ازموینو او ارزونو نمرې په دقیق ډول په شُقو او ډيټابيس سیستم کې درج کول.
- د سمستر منځنۍ (۲۰ ٪)، نهايي او چانس ازموينو پر مهال د پوهنځي رياست په غوښتنه د ممتحن او مميز استاد په توګه ټاکلي مسؤليتونه سرته رسول.
- په بهرنيو سمينارونو او ورکشاپونو کې د پوهنتون غوره استازيتوب کول.
- د تدريس د کيفيت لوړونې په موخه د تر سره شويو ارزونو پايلو څخه ګټه پورته کول.
- د پوهنځي د ټولو فرعي کمېټو سره د يادو کمېټو په غوښتنه په هغو چارو کې چې د استادانو اړوند دي، همکاري کول او دوی ته معلومات ورکول.
- د پوهنځي رياست، ډيپارټمنټ آمریت، پوهنځي علمي شورا له خوا سپارل شوي نور اړوند کارونه تر سره کول.
شرطونه
د دندې شرایط
تحصيل کچهاو کاري تجربه
- نوماند باید لږ تر لږه د معالجوي طب پوهنځي څخه د (MD) يا ماسترۍ دورې د فراغت تائيد شوي اسناد ولري.
- د امارتي پوهنتون فارغ التحصیل د تحصيلي دورې په جريان کې بايد لږ تر لږه د (۷۵) سلنه نمرو لرونکی وي او د خصوصي پوهنتون فارغ التحصیل د تحصیلي دورې په جریان کې باید لږ تر لږه د (۸۵) سلنه نمرو لرونکی وي، په ټوله تحصيلي دوره کې له دوه مضامينو څخه په ډېرو مضامينو کې چانس شوی نه وي.
کارياصول
- د کاري مهالوېش رعايت
- د محصلانو په حاضرۍ او ازموينو کې دقت (حقیقي واقعي معلومات او حالت درج کول)
- د څانګې آمر او پوهنځي رئيس په همغږۍ اړوندو چارو ته په وخت رسيدګي کول.
- حاکم تعامل او د لوړو زده کړو وزارت د تګلارو او معیارونو تطبیق ته ژمنتیا.
د غوښتنې لاره
د غوښتنلیک د سپارلو لارښود
سپين غر پوهنتون (ننګرهار) دوه تنو ته) د نرسنګ پوهنځي) استادانو په توګه اړتيا لري. په شرایطو برابر نوماندان چې د شارت لېست شرايط پوره کولای شي او په اړوند برخو کې کاري تجربه ولري، خپله سي وي، د تابعيت الکترونيکي تذکره او تحصيلي سندونه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال قوس میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې لاندې برېښناليک له لارې سپين غر پوهنتون ته واستوي یا دې د پوهنتون کارکوونکو چارو آمریت ته په حضوري توګه وسپاري.
د موسسې په اړه
د سپین غر پوهنتون (ننګرهار) پېژندنه
سپین غر پوهنتون (ننګرهار) په ۱۳۸۸ لېږدیز لمریز کال کې تأسیس او د لوړو زده کړو وزارت سره په ۱۹مه ګڼه ثبت شوی، چې په جلالاباد ښار کې فعالیت کوي.
پوهنتون څلور پوهنځي لري: معالجوي طب، غاښونو طب، طبي تکنالوژي او نرسنګ. د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست په بهرنۍ ارزونه کې د اعتبار اخیستنې دویم پړاو کې بریالی شوی دی، په خپل ملکیت کې معیاري ودانۍ، د وزارت له لوري تائید شوی درسي نصاب، وړ علمي کادرونه، ۱۵ مجهز لابراتوارونه، ۲۴ ساعته تدریسي او معالجوي روغتون، پرمختللی څېړنیز مرکز او د عملي او معیاري لوړو زده کړو لپاره ټولې اړینې تدریسي او کاري اسانتیاوې لري.
که دا اعلان ستاسو دی او غواړئ لرې شي، له لاندې فورمې موږ ته ووایاست.