د بازارموندنې، عوایدو پراختیا او ورزشي پروګرامونو د جذب او سپانسرشیپ کارشناس
General Directorate of Radio
- آخرین روز
- ۳ عقرب ۱۴۰۵۴ روز مانده
- معاش
- NTA Grade A
- مدت قرارداد
- Contracted
خلاصه
- بخش
- Marketing
- تاریخ اعلان
- ۲۳ میزان ۱۴۰۵
- تابعیت
- National
- جنسیت
- Male
- شماره بست
- 013
- تعداد بست
- 1
- تحصیلات
- حداقل سند لیسانس در رشته های اقتصاد، اداره تجارت، مدیریت بازاریابی، بازرگانی یا رشتههای مرتبط.
- تجربه
- داشتن حد اقل 3 سال برای دوکتورا ، پنج سال برای ماستر و 10 سال برای دارنده مدرک لیسانس تجربه کاری مرتبط به وظیفه و یا مشابه به آن لازم و ضروریست.
خلاصه وظیفه
د دندې هدف:د راډیو او رسنۍ لپاره د اعلاناتو، پروګرامونو او سپانسرشیپونو په موخه د فعالې او ساحوي بازارموندنې ترسره کول، د نویو شرکتونو، سوداګریزو بنسټونو او برانډونو پېژندل او جذبول، د ورزشي پروګرامونو د جذب او پراختیا لپاره د فرصتونو موندل، د ورزشي او نورو رسنیزو پروګرامونو لپاره د سپانسرانو پیدا کول، له مشتریانو او سوداګریزو شریکانو سره د اغېزمنو اړیکو او مذاکراتو ترسره کول او د رسنۍ د عوایدو دوامداره زیاتول.
وظیفويصلاحیتونه او مسؤلیتونه؛
vتخصصيدندې؛
- په ساحه او بازار کې د نویو شرکتونو، فابریکو، سوداګریزو مرکزونو، خصوصي پوهنتونونو، روغتونونو او نورو بنسټونو د موندلو او جذبولو په موخه د منظمو ساحوي لیدنو (Field Visits) او غونډو ترسره کول.
- د اعلاناتو، راډیويي او خپرونو او سپانسرشیپونو لپاره د بازار څېړنه (Market Research) او د عوایدو د نویو فرصتونو موندل.
- د احتمالي مشتریانو، سپانسرانو او سوداګریزو شریکانو جامع او تازه ډیټابیس (CRM) جوړول او ساتل.
- له احتمالي مشتریانو سره د مستقیمو لیدنو له لارې د راډیو او رسنیزو خدماتو، اعلاناتي کڅوړو او بیو په اړه پریزنټېشنونه او معرفي وړاندې کول.
- د مشتریانو د اړتیاوو او بودجې له مخې د مناسبو اعلاناتي او سپانسرشیپي وړاندیزونو (Proposals) چمتو کول.
- له مشتریانو سره د لومړنیو اړیکو له ټینګولو څخه تر مذاکراتو، هوکړې، قرارداد لاسلیک او د بلونو تر تحویلۍ پورې د معاملې تعقیبول.
- له پخوانیو او اوسنیو مشتریانو سره د دوامداره اړیکو ساتل، د هغوی د رضایت ترلاسه کول او د اوږدمهاله همکاریو زمینه برابرول.
- په بازار کې د سیالو رسنیو د اعلاناتي نرخونو، تخفیفونو او ستراتیژیو څارل او د رقابت د پیاوړتیا لپاره د مناسبو تګلارو وړاندیز کول.
- د نویو برانډونو او سوداګریزو بنسټونو پېژندل او د اعلاناتو او سوداګریزو همکاریو په موخه ورسره اړیکې ټینګول.
- د ټاکل شویو میاشتنیو او کلنیو عوایدو او خرڅلاو موخو (Sales Targets) د ترلاسه کولو لپاره فعال کار کول.
- د ورزشي سیالیو او پروګرامونو موندل او د خپرولو لپاره له اړوندو ادارو او تنظیموونکو بنسټونو سره د همکاریو زمینه برابرول.
- د ټولو ورزشي سیالیو لپاره د بازار فرصتونو موندل او د احتمالي سپانسرانو او سوداګریزو شریکانو پېژندل.
- د ورزشي پروګرامونو او سیالیو لپاره د سپانسرشیپ ځانګړي پکیجونه او وړاندیزونه چمتو کول، څو د شرکتونو او سوداګریزو بنسټونو د همکارۍ لېوالتیا زیاته شي.
- د ورزشي پروګرامونو د لیدونکو، رسنیز پوښښ او سوداګریز ارزښت له مخې د اعلاناتو او سپانسرشیپ د عوایدو د زیاتوالي لپاره نوې لارې چارې موندل.
- د بازار د اړتیاوو او د مشتریانو د غوښتنو له مخې د اعلاناتو او سپانسرشیپ د نویو کڅوړو او خدماتو د رامنځته کولو وړاندیز کول.
- د ساحوي لیدنو، مذاکراتو او لاسته راوړنو په اړه ورځني، اونیز او میاشتني راپورونه چمتو کول او اړوند آمریت ته سپارل.
- د بازارموندنې، عوایدو پراختیا، مشتریانو جذب او سپانسرشیپ په برخه کې د اړوند آمریت له لوري د سپارل شویو نورو ورته دندو ترسره کول.
vمدیریتياودهمآهنگيدندې؛
- د ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو په موخه، د پلان او راپور ترتیبول.
- د عوایدو او بازار د پراختیا په اړه په اړوندو تخنیکي او مدیریتي غونډو کې ګډون کول.
- د اړوندو مسؤولینو سره د ټلیفوني اړیکو او یا مکتوب له لارې همغږي او مستقیمه اړیکه ټینګول.
شرایط
تحصیلات، تجربهاو لازممهارتونه
v تحصیلات؛
لږ تر لږه د اقتصاد، اداره او تجارت، عامه اداره، د بازارموندنې مدیریت او سوداګرۍ په برخو کې د لیسانس ترکچې تحصیلي اسناد درلودل؛ د ماسټرۍ او دوکتورا تحصیلي اسنادو ته ارزښت ورکول کېږي.
vکاری تجربه؛
لږ تر لږه د لیسانس لپاره (۱۰) کاله، د ماستر لپاره ( ۵ ) کاله او د دوکتورا لپاره (۳ ) کاله تجربه په رسنیزه بازارموندنه کې، په ځانګړي ډول د اعلاناتو، بازارموندنې، خرڅلاو، سپانسرشیپ، مشتریانو د اړیکو او عوایدو پراختیا په برخو کې ولري.
vلازم مهارتونه؛
- د Market Research، Marketing او Sales له اصولو او عملي کړنلارو سره بلدتیا.
- له مشتریانو سره د اړیکو،مذاکرې او Negotiation ښه مهارت.
- د بازار د تحلیل، معلوماتو راټولولو او راپور ورکولو وړتیا.
- د MS Office پروګرامونو سره ښه بلدتیا.
- د اړیکو، وړاندې کولو، قناعت ورکولو او Presentation ښه مهارتونه.
- د رسنیز، اعلاناتي او تجارتي بازار په اړه لازمه پوهه او علاقه.
- د Customer Relationship Management (CRM) او د مشتریانو د معلوماتو د تنظیم له اصولو سره بلدتیا.
طریقه درخواست
برای درخواست نمودن لطف نموده روی لینک ارائه شده کلیک نمایئد.
د نوم لیکنه لپاره د وراندی شوی لینک ته کلیک وکړی.
اگر این اعلان از شماست و میخواهید برداشته شود، از فورم پایین به ما بگویید.