Psychosocial Counseling Center In charge (Female)/ دروانی صحت او روانی- ټولنیز مشورو دمرکز مسوله

Afghanistan Research, Development and Health Organization (ARDHO)

تازهکنرنورستانصحتباز برای خانم‌هاFull Time
آخرین روز
۱۶ عقرب ۱۴۰۵۹ روز مانده
معاش
مطابق پالیسی موسسه ARDHO
مدت قرارداد
Up to Aug-2027

خلاصه

بخش
Health Care
تاریخ اعلان
۷ عقرب ۱۴۰۵
تابعیت
Afghan
جنسیت
Female
شماره بست
ARDHO-HR-VC-032
تعداد بست
2
تحصیلات
د طب پوهنځی څخه فارغ ااتحصیل وی
تجربه
2-3 Year

خلاصه وظیفه

د دندې موخه

د رواني ـ ټولنیزو مشورو مرکز مسؤله به د نورستان ولایت د دوآب ولسوالۍ په کولم روغتیايي مرکز کې د مرکز د ورځنیو فعالیتونو د مدیریت، د کارکوونکو د څارنې، د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیزو خدماتو د کیفیت د تأمین، د قضیو د سم مدیریت او ثبت، او له اړوندو روغتیايي ادارو سره د همغږۍ مسؤلیت پر غاړه ولري.

اساسي مسؤلیتونه

د رواني ـ ټولنیزو مشورو مرکز د فعالیتونو رهبري او مدیریت.

د مرکز د ورځنیو چارو او کارکوونکو څارنه او مدیریت.

مراجعینو ته د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیزو مناسبو خدماتو د وړاندې کولو ډاډ ترلاسه کول.

د ولایتي عامې روغتیا ریاست، روغتونونو، روغتیايي مرکزونو او اړوندو ادارو سره همغږي.

د مراجعینو د قضیو ثبت، مستندسازي، تعقیب او مدیریت.

د معلوماتو راټولولو مسؤل او رواني ـ ټولنیز مشاور د فعالیتونو څارنه.

د اوونیزو، میاشتنیو او ربعوارو راپورونو چمتو کول او اړوند مدیریت ته سپارل.

د مراجعینو د شخصي معلوماتو او قضیو د محرمیت ساتل.

د مراجعینو د ستونزو پېژندل او د اړتیا په صورت کې نورو مناسبو خدماتو ته راجع کول.

د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي په پروګرامونو کې همکاري.

د مسلکي معیارونو، اداري پالیسیو او اخلاقي اصولو رعایت.

د مستقیم مسؤل یا د ARDHO ادارې د مدیریت له خوا د سپارل شویو نورو اړوندو دندو ترسره کول.

شرایط

د طب پوهنځي څخه د فراغت سند ولري.

کاري تجربه: د رواني روغتیا، رواني ـ ټولنیزو مشورو یا اړوندو برخو کې لږ تر لږه ۲–۳ کاله کاري تجربه ولري.

جنسیت: یوازې ښځینه نوماندانې د غوښتنلیک وړ دي.

ژبې: په پښتو او دري ژبو تسلط ولری د انګلیسی ژبی سره بلدتیا ولري.

د اړیکو، همغږۍ، راپور ورکولو، د قضیو مدیریت او د کارکوونکو د څارنې وړتیا ولري.

د مراجعینو د معلوماتو محرمیت او مسلکي اخلاقو ته ژمنه وي.

په نورستان ولایت، د دوآب ولسوالۍ پروین بشپړ روغتیایی مرکز کی د دندې ترسره کولو ته چمتو وي.

په کنړ ولایت، د پیچ دره ولسوالۍ کې برکنډی روغتیایی مرکز کی د دندې ترسره کولو ته چمتو وي.

طریقه درخواست

د غوښتنلیک د لېږلو لارښوونې

ټولې واجد شرایطه او علاقه ‌منده ښځینه نوماندې کولای شي صوانح (CV)، د تحصیلي اسنادو کاپي او اړوند مسلکي اسناد د لاندې برېښنالیک له لارې د ARDHO مؤسسې د بشري سرچینو څانګې ته واستوي.

د غوښتنلیک برېښنالیک:hr@ardho.org

مهرباني وکړئ د برېښنالیک په موضوع (Subject) کې د بست نوم او د اعلان شمېره په واضح ډول ولیکئ.

یوازې له هغو نوماندانو سره به اړیکه ونیول شي چې د لومړنۍ ارزونې له مخې د مرکې یا نورو استخدامي پړاوونو لپاره غوره شي.

یادونه: نیمګړي غوښتنلیکونه او له ټاکلې نېټې وروسته رارسېدلي غوښتنلیکونه د ارزونې وړ نه دي.

hr@ardho.org

درباره مؤسسه

د افغانستان د څېړنې، پراختیا او روغتیا اداره(ARDHO)

د افغانستان د څېړنې، پراختیا او روغتیا اداره (ARDHO) یوه خپلواکه، غیر دولتي، غیرسیاسي او غیرانتفاعي مؤسسه ده، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ټولنې د پراختیا او څېړنې په برخو کې د یو شمېر متخصصینو له خوا رامنځته شوې او د افغانستان د اقتصاد وزارت سره د ۴۷۲۷ شمېرې په لرلو ثبت شوې ده.

د دې مؤسسې اساسي موخه د نړیوالې ټولنې د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه د افغانستان د پرمختګ، هوساینې او دوامدارې پراختیا په بهیر کې اغېزمنه ونډه اخیستل دي. ARDHO د سیمه‌ییزو ظرفیتونو د لوړولو، په بېلابېلو برخو کې د علمي څېړنو او شواهدو پر بنسټ د معلوماتو د تولید، د اغېزمنو او شواهدو پر بنسټ د غوره کړنو د ترویج، او د ټولنو په کچه د پرمختیايي پروژو د طرحې او پلي کولو له لارې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.

د ARDHO فعالیتونه د بشري مرستو او پرمختیايي پروژو پلان جوړونه، د امکان‌سنجونې مطالعاتو طرحه او ترسره کول، او د غوره کړنو پر بنسټ د ټولنې د پرمختګ لپاره د ټولنې‌محوره فعالیتونو مدیریت رانغاړي. دغه اداره هڅه کوي چې د خپلو پروګرامونو او خدماتو له لارې د هدفمندو ټولنو اړتیاوو ته ځواب ووایي او د هغوی د ژوند د شرایطو په ښه والي کې اغېزمنه ونډه واخلي.

ARDHO د ټولنې د هراړخیزې او دوامدارې پراختیا لپاره څو اړخیزه تګلاره غوره کړې ده او خپل خدمات د روغتیا، تغذیې، څېړنې، پوهنې، اوبو رسولو، حفظ الصحې او پاکوالي (WASH)، د خوړو خوندیتوب او معیشت په برخو کې وړاندې کوي.

د ښځو پیاوړتیا او د هغوی د ظرفیتونو لوړول د ARDHO له مهمو ګډو او بنسټیزو لومړیتوبونو څخه دي. دغه اداره هڅه کوي چې د ښځو پیاوړتیا د خپلو پروګرامونو او فعالیتونو په ټولو برخو کې په پام کې ونیسي، څو ښځې وکولای شي د ټولنې په پرمختګ او د خپلو کورنیو او ټولنو په هوساینې کې اغېزمنه ونډه ولري.

ARDHO د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د فعالیت او د خپلو خدماتو د وړاندې کولو وړتیا لري او د ټولنو له اړتیاوو سره سم د بشري مرستو او پرمختیايي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د سیمه‌ییزو ټولنو له همکارۍ او باور څخه برخمنه ده.

اگر این اعلان از شماست و می‌خواهید برداشته شود، از فورم پایین به ما بگویید.

وظایف مشابه

  1. Ultrasound Specialist (Re Announced) Hila Hospital تازهکابلباز برای خانم‌ها
  2. Nutrition Supervisor MHCO تازهننگرهارباز برای خانم‌ها
  3. Female Nurse Relief International (RI) تازهنیمروزباز برای خانم‌ها
  4. Female Medical Doctor (Re Announced) Relief International (RI) تازهنیمروزباز برای خانم‌ها

همه وظایف صحت

گزارش یک رقم نادرست

اگر رقمی در این صفحه با آنچه می‌بینید فرق دارد، به ما بگویید. هر گزارش خوانده می‌شود.

آفلاینآخرین ارقامی که داشتیم را نشان می‌دهیم.