د اطفالو متخصص

Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital

آخرین روز
۲۶ عقرب ۱۴۰۵امروز آخرین روز
معاش
As per SMCH Salary Scale Base
مدت قرارداد
له درې میاشتې ازمایښتي دورې وروسته دایمي

خلاصه

بخش
Health Care
تاریخ اعلان
۱۶ عقرب ۱۴۰۵
تابعیت
Afghan
جنسیت
Male
شماره بست
SU-HR-041
تعداد بست
1
تحصیلات
ايم ډي او د اطفالو په برخه کې تخصص
تجربه
په اړونده برخه کې لږ تر لږه (3) کاله پرله پسې کاري تجربه

خلاصه وظیفه

د بست د دندو لایحه

مسلکي مسؤلیتونه

۱. د داخله اطفالو ناروغانو د (OPD) معاینات ترسره کول.

۲. د داخله اطفالو ناروغان بسترول او درملنه یې کول.

۳. د (OPD)میاشتنی راپور جوړول.

۴. په وارډ کې د همکارانو ترمنځ د سالم کاري چاپېریال ساتل.

۵. د درملنې پر مهال د عامې روغتیا وزارت ټول معیارونه او ستندردونه په پام کې نیول او عملي کول.

۶. د پرسونل په میاشتنیو غونډو کې برخه اخیستل.

۷. په طبي دوسیو کې د نرسانو د کارونو څارنه کول.

۸. د نوي پرسونل په لارښوونه کې همکاري کول.

۹. په وارډ کې د انتاناتو د مخنیوي اصول په بشپړه توګه مراعتول.

۱۰. د روغتون په روزنیزو کنفرانسونو کې برخه اخیستل.

۱۱. د ستاژ پر مهال له ستاژر محصلانو سره مرسته او همکاري کول.

۱۲. په اوونۍ کې د محصلانو لپاره شپږ کریډیټه عملي تدریس ترسره کول.

۱۳. د داخله اطفالو وارډ د نظم او ډسپلین ساتل.

۱۴. د روغتون د موخو د ترلاسه کولو لپاره د روغتیايي پرسونل هڅول.

۱۵. د روغتون رسمي یونیفورم اصول مراعت کول.

۱۶. له ناروغانو سره ښه چلند، درناوی او د هغوی د محرمو معلوماتو ساتنه کول.

۱۷. د روغتون د اصولو او قوانینو په رڼا کې د اړوند آمر له خوا د سپارل شویو دندو ترسره کول.

۱۸. په سهارني راپور، ګروپي ویزیتونو او عمومي ویزیتونو کې په فعاله توګه برخه اخیستل.

۱۹. د جوړ شوي نوکریوالۍ مهالوېش سره سم نوکریوالي ترسره کول.

۲۰. په کال کې یو علمي سمینار وړاندې کول.

۲۱. په کال کې یوه علمي څېړنه د ملي یا نړیوال علمي ژورنال لپاره ترسره کول.

۲۲. ناروغانو ته اړوند تخصصي پروسیجرونه ترسره کول.

۲۳. د نورو واردونو له خوا د راجع شویو ناروغانو تخصصي مشورې (Consultation) ترسره کول.

۲۴. د سمستر په پیل کې د عملي زده‌کړو د کورس پالېسي او د مفرداتو لېست چمتو کول او د سمستر په پای کې د کورس پالیسۍ د تطبیق راپور جوړول.

۲۵. د سمستر په جریان کې د محصلانو حاضري اخیستل او د عملي کار د ثبت کتابونه ډکول.

۲۶. د څانګې د شف او د روغتون د سرطبیب له خوا د سپارل شویو نورو اړوندو دندو ترسره کول.

:نور مسؤلیتونه

  • د يونيفورم اصول مراعت کول.
  • په خپل وخت حاضري ورکول.
  • د ناروغ سره ښه سلوک کول او دمحرميت او راز ساتنه.

شرایط

د دندې شرایط

تحصيل کچه، کاري ځانګړتياوې او مهارتونه

  1. په طبي برخه کې د ايم ډي او اطفالو په برخه کې د تخصص تر کچې لوړې زده کړې درلودل.
  2. د ايم ډي تحصيلي دورې د نمرو عمومي فیصدي یې باید (۷۵) او د ماسټرۍ تحصیلي دورې فیصدي یې باید له (۸۰) څخه کمه نه وي.
  3. د افغانستان طبي شورا څخه د فعاليت جواز درلودونکی وي.
  4. په علمي، تدريسي او څېړنیزو برخو کې مناسبه تجربه ولري.
  5. په تدریسي روغتون کې د صنفي ستاژ، نهایي ستاژ، تخصص، طبي وسایلو تخصصي کارونې او تطبیقاتو په برخو کې کافي مسلکي پوهه او تجربه ولري.
  6. په اداري چارو کې د کمپيوټر کارونې اړين مهارتونه ولري.
  7. په اداري فساد، اخلاقي جرمونو او جنایت محکوم شوی نه وي.
  8. د هر ډول قومي، ژبني، سمتي، ډله ییز او سیاسي تعصباتو او تمايلاتو څخه پاک وي او باید ډډه ترې وکړي.
  9. د پښتو او دری ژبو ترڅنګ په انګلېسي ژبه د لیکلو او مفاهمې وړتیاوي ولري.
  10. په چارو کې شفافيت، د قوانينو، پالېسیانو، طرزالعملونو، تدريسي روغتون ارزښتونو او اداري اصولو ته ژمن وي.
  11. د لوړو زده کړو او عامې روغتيا وزارتونو د قوانینو، مقرراتو، لوایحو او معیارونو سره پوره بلدتیا ولري.

طریقه درخواست

د غوښتنلیک د سپارلو لارښود

سپين غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون يو تن د کوچنیانو داخلې متخصص ته اړتيا لري. په شرایطو برابر نوماندان کولی شي خپل خلص سوانح (CV) د تابعيت الکترونيکي تذکره او تحصيلي سندونه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال عقرب میاشتې تر (۲۶) مې نېټې پورې د لاندې برېښناليک له لارې سپين غر پوهنتون د کار کوونکو چارو آمریت ته واستوي یا دې په حضوري توګه ورته وسپاري.

Jobs@spingharuniversity.edu.af

درباره مؤسسه

سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (سپین غر پوهنتون (ننګرهار) تدریسي روغتون) پېژندنه:

سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدريسي روغتون د سپين غر پوهنتون(ننګرهار) تدريسـي روغتون دی، چې په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې يې فعاليت پيل کړی او تر دې دمه يې په ګڼو روغتيايي برخو کې پراخه باکیفیته، معیاري، معالجوي، تدريسي او تخصصي خدمتونه وړاندې کړي/وړاندې کوي.

دا روغتون د عـمومي داخـله، عمومي جراحي، کوچنیانو داخله، نسایي ولادي، انتاني، توبرکلوز، فزیوتراپي، وقایوي او عدلي طب، سترګې، غوږ، پوزې او ستوني، جلدي، عقلي او عصبي، نسخه لیکنه، داخله، جراحي او اطفالو ستوماتولوژي، پراستودونټک، اورتودنسي، پریودنټولوژي، بیوشیمي، مایکالوژي او بکتریالوژي، هیماتولوژي، هستوپتالوژي، پرازیتولوژي، ايمیونولوژي او سیرالوژي، وایرولوژي، وینې بانک او ټوکسیکولوژي څانګې لري، چې د سيمې په کچه د مجربو متخصصو ډاکترانو په درلودلو سره د مجهزو طبي وسايلو پرمټ د ګڼو ناروغيو غوره تشخيص او ډاډمنه درملنه کوي.

ياد روغتون له تېرو نږدې پینځلس کلونو راهيسې د اوږدې مخینې او نېک شهرت په درلودلو سره د ولس په زړه او ذهن کې ځای لري، چې د روغتون مؤسس، مشـرتابه او ټول کاري ټيم د ولس شته باور ساتلو ته ژمن دي او د شونتيا تر بريده به په بې پرې ډول، د معالجوي خدمتونو وړاندې کولو سربېره، خپلو محصلانو ته د عملي تدريس غوره چاپېريال زمينه رامنځته کړې ده، څو د هېواد روغتیايي سکتور ته وړ، مسلکي او په کار پوه متخصصین، ډاکتر، ټکنالوجېستان، نرسان او ستوماتولوګ ډاکتران وړاندې شي.

اگر این اعلان از شماست و می‌خواهید برداشته شود، از فورم پایین به ما بگویید.

وظایف مشابه

  1. IMNCI Nurse - Causal MEDAIR تازهارزگانباز برای خانم‌ها
  2. Health and Nutrition Promoter Organization for Promotion of Health & Community Development (OPHCD) تازهقندهارباز برای خانم‌ها
  3. HMIS Assistant Save The Children International تازهسرپلباز برای خانم‌ها
  4. Medic The HALO Trust تازههلمند، هرات، قندهار و ۱ جای دیگرباز برای خانم‌ها۲ بست

همه وظایف صحت

گزارش یک رقم نادرست

اگر رقمی در این صفحه با آنچه می‌بینید فرق دارد، به ما بگویید. هر گزارش خوانده می‌شود.

آفلاینآخرین ارقامی که داشتیم را نشان می‌دهیم.