NTA تجارتي متخصص (Re Announced)
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت
- آخرین روز
- ۱۴ قوس ۱۴۰۵۱۸ روز مانده
- معاش
- د ادارې د پالیسي سره سم
- مدت قرارداد
- یو کال (تمدید وړ)
خلاصه
- بخش
- Business Development
- تاریخ اعلان
- ۲۵ عقرب ۱۴۰۵
- تابعیت
- Afghan
- جنسیت
- Male
- شماره بست
- NVAEC ۲
- تعداد بست
- 1
- تحصیلات
- لږ ترلږه د اقتصاد، سوداکرۍ ادارې ، بازارموندنې ، نړیوالې سوداګرۍ، مدیریت یا اړوندو برخو کې ماستري سند ، دوکتورا سند لرل امتیاز ګڼل کیږي.
- تجربه
- لږ ترلږه پنځه کاله کاري تجربه د سوداګرۍ ، بازارموندنې ، صادراتو، وارداتو،قراردادونو، یا سوداګریز مدیریت په برخو کې
خلاصه وظیفه
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت غواړي چې د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا، بازارموندنې ، قراردادونو او عوایدو زیات والي په برخه کې تجارتي متخصص چې د لاندې اساسي دندو او مسؤلیتونو ترسره کولو وړتیا ولري په قراردادي ډول په دنده وګماري .
۱- د شرکت د سوداګریزو فعالیتونو، بازار وضعیت او د خرڅلاو د پایلو تخنیکي تحلیل ترسره کول.
۲- د داخلي او بهرنیو بازارونو د فرصتونو، تقاضا او سیالۍ ارزونه او راپور چمتو کول.
۳- د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې، قیمت ټاکنې او سوداګریزو ستراتیژیو په اړه مسلکي مشورې وړاندې کول.
۴- د تجارتي قراردادونو، مشارکتونو او سوداګریزو تفاهملیکونو اقتصادي او تجارتي ارزونه.
۵- د صادراتو، وارداتو او د بازار د پراختیا اړوند فرصتونو او ننګونو تحلیل.
۶- د عرضې زنځیر، توزیع شبکو او سوداګریزو پروسو د اغېزمنتیا ارزونه او د اصلاح وړاندیزونه.
۷- د سوداګریزو خطرونو، د نرخونو د بدلون او بازار د نوساناتو تحلیل او د مخنیوي لارې چارې وړاندې کول.
۸- د سوداګریزو فعالیتونو د ارزونې لپاره د فعالیت شاخصونه ((KPIs تحلیل او راپور ورکول.
۹- د هیئت مدیره د تجارتي موضوعاتو په اړه تخنیکي راپورونه، مطالعات او مسلکي مشورې برابرول.
شرایط
- د ګمارنې شرایط* :
۱- لږ تر لږه د اقتصاد، سوداګرۍ ادارې، بازارموندنې، نړیوالې سوداګرۍ، مدیریت یا اړونده برخو کې ماستري سند؛ د دوکتورا سند لرل امتیاز ګڼل کېږي.
۲- لږ تر لږه (۵) کاله د سوداګرۍ، بازارموندنې، صادراتو او وارداتو، قراردادونو یا سوداګریز مدیریت په برخه کې کاري تجربه.
۳- د بازار د څېړنې، سوداګریز تحلیل، د عرضې زنځیر مدیریت او د بازارموندنې ستراتیژیو په برخه کې مهارت.
۴- د کرنیزو محصولاتو د بازار، د ارزښت زنځیر، د هېواد د سوداګریزو قوانینو او د داخلي او نړیوالو سوداګریزو فرصتونو په اړه پوهه.
۵- د سوداګریزو قراردادونو، مذاکراتو او مشارکتونو د تحلیل، ارزونې او رهبرۍ عالي وړتیا.
۶ - د سوداګریزو راپورونو، امکان سنجۍ مطالعاتو (Feasibility Studies) او سوداګریزو پلانونو Business) Plans )د ترتیب وړتیا.
۷- د کمپیوټر اړوندو پروګرامونوپه ځانګړي ډول د( Advance Excel)، معلوماتي تحلیل او راپور ورکولو مهارت.
۸- په ملي ژبو (پښتو او دري) او انګلیسي ژبه (د لیکنې او خبرو اترو په کچه) پوره تسلط.
۹- د عالي افهام او تفهیم مهارت او د دندې د اړتیا پر اساس ولایتونو یا بهر ته د سفر کولو وړتیا.
طریقه درخواست
په شرایطو برابر کسان کولی شي چې خپل تحصیلي اسناد او خلص سوانح په ټاکلې موده کې (اعلان پاي نېټې څخه مخکې) د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ایمېل ادرس ته ولیږي.
نوټ: اسناد په فزیکي ډول نه اخیستل کیږي.
Email / Application Form: hr@nvaec.gov.af
درباره مؤسسه
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت (کانال ) یوه زراعتي پروژه ده چې لومړنۍ سروې او ډيزاین یې په ۱۳۴۱ لمریز کال کې پیل او په ۱۳۶۳لمریز کال کې پای ته ورسېدل، دا کانال په یوه ثانیه کې د ۵۰ متره مکعب اوبو د رسولو او د (۳۱۰۰۰) هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري چې د ننګرهار ښکلي ولایت کې د اویا کیلومتره په اوږدوالي د پنځو ولسوالیو(سره رود ، بهسود، بټي کوټ ، غني خېل او مومند درې ) پورې رسیږي او څلور میکانیزه فارمونه لري.
اگر این اعلان از شماست و میخواهید برداشته شود، از فورم پایین به ما بگویید.