د موټر چلولو جواز

د موټر چلولو جواز په هر ولایت کې د پولیسو د ترافیکو ریاست ورکوي. ګامونه په ټولو ځایونو کې یو شان دي؛ فیس د وسایطو په ډول پورې اړه لري.

څه ته اړتیا ده

  • تذکره یا پاسپورټ
  • دوه پاسپورټي عکسونه
  • روغتیايي تصدیق (لید او عمومي روغتیا)
  • د غوښتنلیک فورمه، ډکه او لاسلیک شوې

ګامونه

  1. د خپل ولایت د ترافیکو ریاست ته لاړ شئ او اسناد وسپارئ.
  2. که روغتیايي تصدیق نه لرئ، روغتیايي معاینه وکړئ.
  3. فیس په هغه بانک کې ورکړئ چې ستاسو په تعرفه کې لیکل شوی.
  4. د ترافیکي قواعدو او د سړک د نښو لیکلی ازموینه ورکړئ.
  5. د موټر چلولو عملي ازموینه ورکړئ.
  6. جواز په هغه نېټه واخلئ چې درکول کېږي.

فیس

د موټرسایکل، موټر او درنو وسایطو لپاره توپیر لري. د ترافیکو په ریاست کې یې وپوښتئ: هغه شمېرې چې په انټرنټ کې خپرې شوې دومره باوري نه دي چې دلته تکرار شي.

هغه جواز چې پرته له ازموینې اخیستل شوی وي، جواز نه دی. قواعد زده کړئ: د افغانستان سړکونه په سیمه کې تر ټولو خطرناکو کې دي.

وروستۍ کتنه: ۱۱ تله ۱۴۰۵ (۲۰۲۶-۱۰-۰۳)

طریقه. فیسونه او ګامونه بدلېږي. له تګ مخکې یې له اړوند دفتر سره تایید کړئ. که په دې لارښود کې څه ناسم وي، له لاندې فورمې موږ ته ووایاست.

سرچینه: Tech Master Online: Driving licence in Afghanistan

د یوې ناسمې شمېرې راپور

که په دې مخ کې کومه شمېره له هغه سره توپیر لري چې تاسو یې وینئ، موږ ته ووایاست. هر راپور لوستل کېږي.

آفلاینوروستۍ شمېرې چې زموږ سره وې هغه ښیو.