د سولر انجنیري استاد (Solar Engineering Trainer)

Afghan Relief Charity Foundation

وروستۍ ورځ
۳۰ تله ۱۴۰۵سبا وروستۍ ورځ
معاش
9000
د قرارداد موده
6 Month

لنډیز

برخه
Engineering
د اعلان نېټه
۲۳ تله ۱۴۰۵
تابعیت
Afghan
جنسیت
Male
د بست شمېره
AR-HFUS-KBL-001
د بستونو شمېر
1

د دندې لنډیز

مؤسسه: افغان ریلیف اداره

د بست عنوان: Solar Engineering Trainer ( د سولر انجنیری استاد )

د کار ځای: کابل ولایت، افغانستان

د دندې ډول: پارت ټایم (Part-Time)

میاشتنی معاش: ۹،۰۰۰ افغانۍ

د پروګرام موده: ۶ میاشتې

د تدریس ورځني ساعتونه: ۴ ساعته

د غوښتنلیک د لېږلو برېښنالیک: hr@afghan-relief.org

1. د بست موخه (Job Purpose)

د سولر انجنیري استاد مسؤلیت دا دی چې د افغان ریلیف مؤسسې د حرفوي زده کړو پروګرام له لارې ګډونوالو ته د سولر انرژۍ په برخه کې نظري او عملي زده کړې وړاندې کړي. استاد به ګډونوالو ته د سولر سیستمونو د نصب، نښلولو، ساتنې، عیب موندنې او ترمیم اړین مهارتونه ورزده کوي، څو هغوی د کار موندنې او عاید ترلاسه کولو لپاره لازم تخنیکي مهارتونه ترلاسه کړي.

شرطونه

2. اساسي دندې او مسؤلیتونه (Key Responsibilities)

  1. د سولر انجنیري لپاره د درسي پلان او روزنیزو موادو برابرول.
  2. د سولر پینلونو، انورټرونو، بیټریو، چارج کنټرولرونو او نورو اړوندو تجهیزاتو په اړه نظري او عملي تدریس.
  3. د سولر سیستمونو د نصب، نښلولو، ازموینې، ساتنې او ترمیم عملي روزنه.
  4. ګډونوالو ته د برېښنايي وسایلو د خوندي استعمال او کاري خوندیتوب اصول ورښودل.
  5. د ګډونوالو د حاضري، زده‌کړې او عملي مهارتونو منظم تعقیب او ارزونه.
  6. د زده‌کوونکو د پرمختګ او روزنیزو فعالیتونو راپورونه برابرول.
  7. د روزنیزو وسایلو او تجهیزاتو سمه ساتنه او اغېزمن استعمال یقیني کول.
  8. د افغان ریلیف مؤسسې د پالیسۍ او د پروژې د معیارونو مطابق دندې ترسره کول.

3. د زده‌کړو او تجربې شرایط (Qualifications and Experience)

  • د سولر انجنیري، برېښنا انجنیري یا اړوندې تخنیکي برخې په برخه کې تحصیلي یا مسلکي سند لرل.
  • د سولر سیستمونو د نصب، ساتنې او ترمیم په برخه کې عملي تجربه لرل.
  • د نظري او عملي تدریس وړتیا لرل.
  • د درسي پلان جوړولو او د زده‌کوونکو د مهارتونو د ارزونې وړتیا لرل.
  • د اړیکو، وخت مدیریت او ټیم‌ورک ښه مهارتونه لرل.
  • د ټاکل شوي پارت ټایم مهال‌وېش مطابق د کار کولو وړتیا لرل.

4. د کار شرایط (Employment Conditions)

  • میاشتنی معاش: ۹،۰۰۰ افغانۍ.
  • د دندې ډول: پارت ټایم.
  • د تدریس موده: هره ورځ ۴ ساعته.
  • د پروګرام موده: ۶ میاشتې.
  • د کار ځای: کابل ولایت

د غوښتنې لاره

5. د غوښتنلیک د لېږلو طریقه (How to Apply)

علاقه‌مندان او واجد شرایط غوښتونکي دې خپل تازه سی وی او د تحصیلي یا مسلکي اسنادو کاپي د لاندې

برېښنالیک له لارې د موضوع په برخه کې د

AR-HFUS-KBL-001 په لیکلو سره واستوي

hr@afghan-relief.org

که دا اعلان ستاسو دی او غواړئ لرې شي، له لاندې فورمې موږ ته ووایاست.

ورته دندې

  1. Mechanical Engineer Trainee Kandahar Cement Factory نوېکندهار۱۵ بستونه
  2. Field Monitor BEID Consulting Services (BCS) نوېبدخشان، بغلان، غزني او ۱۶ نور ځایونهښځو ته پرانیستې۱۰۰ بستونه
  3. GIS Engineer (Re Announced) ActionAid نوېفاریابښځو ته پرانیستې
  4. Market Linkage Officer ADWSO نوېهرات

د انجنیري او کرنه ټولې دندې

د یوې ناسمې شمېرې راپور

که په دې مخ کې کومه شمېره له هغه سره توپیر لري چې تاسو یې وینئ، موږ ته ووایاست. هر راپور لوستل کېږي.

آفلاینوروستۍ شمېرې چې زموږ سره وې هغه ښیو.