د سولر انجنیري استاد (Solar Engineering Trainer)
Afghan Relief Charity Foundation
- Deadline
- 22 October 2026Last day tomorrow
- Salary
- 9000
- Contract duration
- 6 Month
At a glance
- Category
- Engineering
- Published
- 15 October 2026
- Nationality
- Afghan
- Gender
- Male
- Vacancy number
- AR-HFUS-KBL-001
- Posts
- 1
The job
مؤسسه: افغان ریلیف اداره
د بست عنوان: Solar Engineering Trainer ( د سولر انجنیری استاد )
د کار ځای: کابل ولایت، افغانستان
د دندې ډول: پارت ټایم (Part-Time)
میاشتنی معاش: ۹،۰۰۰ افغانۍ
د پروګرام موده: ۶ میاشتې
د تدریس ورځني ساعتونه: ۴ ساعته
د غوښتنلیک د لېږلو برېښنالیک: hr@afghan-relief.org
1. د بست موخه (Job Purpose)
د سولر انجنیري استاد مسؤلیت دا دی چې د افغان ریلیف مؤسسې د حرفوي زده کړو پروګرام له لارې ګډونوالو ته د سولر انرژۍ په برخه کې نظري او عملي زده کړې وړاندې کړي. استاد به ګډونوالو ته د سولر سیستمونو د نصب، نښلولو، ساتنې، عیب موندنې او ترمیم اړین مهارتونه ورزده کوي، څو هغوی د کار موندنې او عاید ترلاسه کولو لپاره لازم تخنیکي مهارتونه ترلاسه کړي.
Requirements
2. اساسي دندې او مسؤلیتونه (Key Responsibilities)
- د سولر انجنیري لپاره د درسي پلان او روزنیزو موادو برابرول.
- د سولر پینلونو، انورټرونو، بیټریو، چارج کنټرولرونو او نورو اړوندو تجهیزاتو په اړه نظري او عملي تدریس.
- د سولر سیستمونو د نصب، نښلولو، ازموینې، ساتنې او ترمیم عملي روزنه.
- ګډونوالو ته د برېښنايي وسایلو د خوندي استعمال او کاري خوندیتوب اصول ورښودل.
- د ګډونوالو د حاضري، زدهکړې او عملي مهارتونو منظم تعقیب او ارزونه.
- د زدهکوونکو د پرمختګ او روزنیزو فعالیتونو راپورونه برابرول.
- د روزنیزو وسایلو او تجهیزاتو سمه ساتنه او اغېزمن استعمال یقیني کول.
- د افغان ریلیف مؤسسې د پالیسۍ او د پروژې د معیارونو مطابق دندې ترسره کول.
3. د زدهکړو او تجربې شرایط (Qualifications and Experience)
- د سولر انجنیري، برېښنا انجنیري یا اړوندې تخنیکي برخې په برخه کې تحصیلي یا مسلکي سند لرل.
- د سولر سیستمونو د نصب، ساتنې او ترمیم په برخه کې عملي تجربه لرل.
- د نظري او عملي تدریس وړتیا لرل.
- د درسي پلان جوړولو او د زدهکوونکو د مهارتونو د ارزونې وړتیا لرل.
- د اړیکو، وخت مدیریت او ټیمورک ښه مهارتونه لرل.
- د ټاکل شوي پارت ټایم مهالوېش مطابق د کار کولو وړتیا لرل.
4. د کار شرایط (Employment Conditions)
- میاشتنی معاش: ۹،۰۰۰ افغانۍ.
- د دندې ډول: پارت ټایم.
- د تدریس موده: هره ورځ ۴ ساعته.
- د پروګرام موده: ۶ میاشتې.
- د کار ځای: کابل ولایت
How to apply
5. د غوښتنلیک د لېږلو طریقه (How to Apply)
علاقهمندان او واجد شرایط غوښتونکي دې خپل تازه سی وی او د تحصیلي یا مسلکي اسنادو کاپي د لاندې
برېښنالیک له لارې د موضوع په برخه کې د
AR-HFUS-KBL-001 په لیکلو سره واستوي
If this announcement is yours and you want it taken down, tell us with the form below.