د سولر انجنیري استاد (Solar Engineering Trainer)

Afghan Relief Charity Foundation

آخرین روز
۳۰ میزان ۱۴۰۵فردا آخرین روز
معاش
9000
مدت قرارداد
6 Month

خلاصه

بخش
Engineering
تاریخ اعلان
۲۳ میزان ۱۴۰۵
تابعیت
Afghan
جنسیت
Male
شماره بست
AR-HFUS-KBL-001
تعداد بست
1

خلاصه وظیفه

مؤسسه: افغان ریلیف اداره

د بست عنوان: Solar Engineering Trainer ( د سولر انجنیری استاد )

د کار ځای: کابل ولایت، افغانستان

د دندې ډول: پارت ټایم (Part-Time)

میاشتنی معاش: ۹،۰۰۰ افغانۍ

د پروګرام موده: ۶ میاشتې

د تدریس ورځني ساعتونه: ۴ ساعته

د غوښتنلیک د لېږلو برېښنالیک: hr@afghan-relief.org

1. د بست موخه (Job Purpose)

د سولر انجنیري استاد مسؤلیت دا دی چې د افغان ریلیف مؤسسې د حرفوي زده کړو پروګرام له لارې ګډونوالو ته د سولر انرژۍ په برخه کې نظري او عملي زده کړې وړاندې کړي. استاد به ګډونوالو ته د سولر سیستمونو د نصب، نښلولو، ساتنې، عیب موندنې او ترمیم اړین مهارتونه ورزده کوي، څو هغوی د کار موندنې او عاید ترلاسه کولو لپاره لازم تخنیکي مهارتونه ترلاسه کړي.

شرایط

2. اساسي دندې او مسؤلیتونه (Key Responsibilities)

  1. د سولر انجنیري لپاره د درسي پلان او روزنیزو موادو برابرول.
  2. د سولر پینلونو، انورټرونو، بیټریو، چارج کنټرولرونو او نورو اړوندو تجهیزاتو په اړه نظري او عملي تدریس.
  3. د سولر سیستمونو د نصب، نښلولو، ازموینې، ساتنې او ترمیم عملي روزنه.
  4. ګډونوالو ته د برېښنايي وسایلو د خوندي استعمال او کاري خوندیتوب اصول ورښودل.
  5. د ګډونوالو د حاضري، زده‌کړې او عملي مهارتونو منظم تعقیب او ارزونه.
  6. د زده‌کوونکو د پرمختګ او روزنیزو فعالیتونو راپورونه برابرول.
  7. د روزنیزو وسایلو او تجهیزاتو سمه ساتنه او اغېزمن استعمال یقیني کول.
  8. د افغان ریلیف مؤسسې د پالیسۍ او د پروژې د معیارونو مطابق دندې ترسره کول.

3. د زده‌کړو او تجربې شرایط (Qualifications and Experience)

  • د سولر انجنیري، برېښنا انجنیري یا اړوندې تخنیکي برخې په برخه کې تحصیلي یا مسلکي سند لرل.
  • د سولر سیستمونو د نصب، ساتنې او ترمیم په برخه کې عملي تجربه لرل.
  • د نظري او عملي تدریس وړتیا لرل.
  • د درسي پلان جوړولو او د زده‌کوونکو د مهارتونو د ارزونې وړتیا لرل.
  • د اړیکو، وخت مدیریت او ټیم‌ورک ښه مهارتونه لرل.
  • د ټاکل شوي پارت ټایم مهال‌وېش مطابق د کار کولو وړتیا لرل.

4. د کار شرایط (Employment Conditions)

  • میاشتنی معاش: ۹،۰۰۰ افغانۍ.
  • د دندې ډول: پارت ټایم.
  • د تدریس موده: هره ورځ ۴ ساعته.
  • د پروګرام موده: ۶ میاشتې.
  • د کار ځای: کابل ولایت

طریقه درخواست

5. د غوښتنلیک د لېږلو طریقه (How to Apply)

علاقه‌مندان او واجد شرایط غوښتونکي دې خپل تازه سی وی او د تحصیلي یا مسلکي اسنادو کاپي د لاندې

برېښنالیک له لارې د موضوع په برخه کې د

AR-HFUS-KBL-001 په لیکلو سره واستوي

hr@afghan-relief.org

اگر این اعلان از شماست و می‌خواهید برداشته شود، از فورم پایین به ما بگویید.

وظایف مشابه

  1. Mechanical Engineer Trainee Kandahar Cement Factory تازهقندهار۱۵ بست
  2. Field Monitor BEID Consulting Services (BCS) تازهبدخشان، بغلان، غزنی و ۱۶ جای دیگرباز برای خانم‌ها۱۰۰ بست
  3. GIS Engineer (Re Announced) ActionAid تازهفاریابباز برای خانم‌ها
  4. Market Linkage Officer ADWSO تازههرات

همه وظایف انجنیری و زراعت

گزارش یک رقم نادرست

اگر رقمی در این صفحه با آنچه می‌بینید فرق دارد، به ما بگویید. هر گزارش خوانده می‌شود.

آفلاینآخرین ارقامی که داشتیم را نشان می‌دهیم.