(دوه بستونه)د جدي مراقبت خونې او داخله ناروغیو متخصصین

Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital

Deadline
27 October 20266 days left
Salary
As per SMCH Salary Scale Base
Contract duration
درې میاشتې ازمایښتي او د هغې وروسته دایمي

At a glance

Category
Health Care
Published
12 October 2026
Nationality
Afghan
Gender
Male
Vacancy number
SU-HR-040
Posts
2
Education
ايم ډي او تخصص یا ام پي ایچ
Experience
په اړونده برخه کې لږ تر لږه (3) کاله یا زیاته پرله پسې کاري تجربه

The job

د جدي مراقبت خونې متخصص د دندو لایحه

مسلکي مسؤلیتونه

  1. د جدی مراقبت خونې د ناروغانو بستر او درملنه کول.
  2. په وارډ کې د همکارانو ترمنځ د سالم کاري محيط رامنځته کول.
  3. د درملنې پر مهال د عامې روغتيا وزارت ټول اصول، معیارونه او طبي اخلاق په نظر کې نيول او عملي کول.
  4. د پرسونل مياشتنۍ غونډه کې برخه اخيستل.
  5. په دوسيه کې د پرستار د کارونو څارل.
  6. د نوي پرسونل په لارښوونه کې همکاري کول.
  7. په وارډ کې د انتان د مخنيوي د قوانينو پوره مراعت کول.
  8. د روغتون په روزنیزو کنفرانسونو کې برخه اخستل.
  9. د ستاژرانو سره په ستاژ کې مرسته کول.
  10. محصلینو ته عملي تدريس کول (اونۍ کې شپږ کرېډېټه).
  11. د جدي مراقبت خونې د نظم او ډسپلين ساتل.
  12. د روغتون د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د روغتيايي پرسونل تشويقول.
  13. د روغتون د رسمي يونيفورم په تن کول.
  14. د ناروغانو سره ښه سلوک او د هغوی متقابل احترام کول او رازونه یې له ځان سره ساتل.
  15. د روغتون د اصولو او قوانينو سره د اړونده آمر له خوا د سپارل شويو کارونو ترسره کول.
  16. په سهارني راپور، ګروپي او عمومي ویزیټونو کی په فعاله توګه برخه اخیستل.
  17. د نوکریوالۍ د جوړ شوي مهالوېش سره سم خپل اړوند مسؤلیتونه اجراء کول.
  18. په کال کې یو علمي سمینار وړاندې کول.
  19. په کال کې یوه علمي څېړنه د ملي او نړیوال ژورنال لپاره ترسره کول.
  20. ناروغانو ته د اړونده پروسیجرونو اجراء کول.
  21. د هغه کنسلټیشنونو اجرا‌ء کول چی د نورو وارډونو څخه مراجعه کوي.
  22. د سمستر په پیل کی د عملي زده کړو کورس پالېسۍ، د مفرداتو لېست او په اخر کی د کورس پالېسۍ تطبیقي راپور جوړول.
  23. د سمستر په جریان کی د محصلینو حاضري اخیستل او د عملي کار د ثبت کتابونه ډکول.
  24. نورې هغه دندې ترسره کول چې د ډیپارتمنت د شف او سرطبابت له خوا ورکول کیږي.

داخله ناروغیو متخصص بست د دندو لایحه

مسلکي مسؤلیتونه

  1. د داخله ناروغانو OPD ترسره کول.
  2. د داخله ناروغانو بستر او درملنه کول.
  3. د OPD مياشتنى راپور جوړول.
  4. په وارډ کې د همکارانو ترمنځ سالم کاري محيط رامنځته کول.
  5. د درملنې پر مهال د عامې روغتيا وزارت ټول اصول، معیارونه او طبي اخلاق په نظر کې نيول او عملي کول.
  6. د پرسونل مياشتنۍ غونډه کې برخه اخيستل.
  7. په دوسيه کې د پرستار د کارونو څارل.
  8. د نوي پرسونل په لارښوونه کې همکاري کول.
  9. په وارډ کې د انتان د مخنيوي د قوانينو پوره مراعت کول.
  10. د روغتون په روزنیزو کنفرانسونو کې برخه اخستل.
  11. د ستاژرانو سره په ستاژ کې مرسته کول.
  12. محصلینو ته عملي تدريس کول (اونۍ کې شپږ کرېډېټه).
  13. د داخله وارډ د نظم او ډسپلين ساتل.
  14. د روغتون د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د روغتيايي پرسونل تشويقول.
  15. د روغتون د رسمي يونيفورم په تن کول.
  16. د ناروغانو سره ښه سلوک او د هغوی متقابل احترام کول او رازونه یې له ځان سره ساتل.
  17. د روغتون د اصولو او قوانينو سره د اړونده آمر له خوا د سپارل شويو کارونو ترسره کول.
  18. په سهارني راپور، ګروپي او عمومي ویزیټونو کی په فعاله توګه برخه اخیستل.
  19. د نوکریوالۍ د جوړ شوي مهالوېش سره سم خپل اړوند مسؤلیتونه اجراء کول.
  20. په کال کې یو علمي سمینار وړاندې کول.
  21. په کال کې یوه علمي څېړنه د ملي او نړیوال ژورنال لپاره ترسره کول.
  22. ناروغانو ته د اړونده پروسیجرونو اجراء کول.
  23. د هغه کنسلټیشنونو اجرا‌ء کول چی د نورو وارډونو څخه مراجعه کوي.
  24. د سمستر په پیل کی د عملي زده کړو کورس پالېسۍ، د مفرداتو لېست او په اخر کی د کورس پالېسۍ تطبیقي راپور جوړول.
  25. د سمستر په جریان کی د محصلینو حاضري اخیستل او د عملي کار د ثبت کتابونه ډکول.
  26. نورې هغه دندې ترسره کول چې د ډیپارتمنت د شف او سرطبابت له خوا ورکول کیږي.

Requirements

د جدي مراقبت خونې متخصص بست د دندې شرایط

دتحصيل کچه، کاري ځانګړتياوې او مهارتونه

  1. د ايم ډي او داخله ناروغیو په برخه کې تخصص يا ايم پي ايچ تر کچې لوړې زده کړې درلودل.
  2. د ايم ډي تحصيلي دورې د نمرو عمومي فیصدي یې باید (۷۵) او د ماسټرۍ تحصیلي دورې فیصدي یې باید له (۸۰) څخه کمه نه وي.
  3. د افغانستان طبي شورا څخه د فعاليت جواز درلودونکی وي.
  4. په علمي، تدريسي او څېړنیزو برخو کې مناسبه تجربه ولري.
  5. په تدریسي روغتون کې د صنفي ستاژ، نهایي ستاژ، طبي وسایلو تخصصي کارونې او تطبیقاتو په برخو کې کافي مسلکي پوهه او تجربه ولري.
  6. ستراتېژیکه پلان جوړونه، پالېسيانو، میکانیزمونو او پروسیجرونو د انکشاف وړتياوې ولري.
  7. په اداري چارو کې د کمپيوټر کارونې ټول اړين مهارتونه ولري.
  8. په اداري فساد، اخلاقي جرمونو او جنایت محکوم شوی نه وي.
  9. د هر ډول قومي، ژبني، سمتي، ډله ییز او سیاسي تعصبونو او تمايلاتو څخه پاک وي او باید ډډه ترې وکړي.
  10. د پښتو او دری ژبو ترڅنګ په انګلېسي ژبه د لیکلو او مفاهمې وړتیاوي ولري.
  11. په چارو کې شفافيت، د قوانينو، پالېسیانو، طرزالعملونو، تدريسي روغتون ارزښتونو او اداري اصولو ته ژمن وي.
  12. د لوړو زده کړو او عامې روغتيا وزارتونو د قوانینو، مقرراتو، لوایحو او معیارونو سره پوره بلدتیا ولري.

د داخله ناروغیو متخصص بست د دندې شرایط

دتحصيل کچه، کاري ځانګړتياوې او مهارتونه

  1. د ايم ډي او داخل ناروغیو په برخه کې تخصص یا ايم پي ايچ تر کچې لوړې زده کړې درلودل.
  2. د ايم ډي تحصيلي دورې د نمرو عمومي فیصدي یې باید (۷۵) او د ماسټرۍ تحصیلي دورې فیصدي یې باید له (۸۰) څخه کمه نه وي.
  3. د افغانستان طبي شورا څخه د فعاليت جواز درلودونکی وي.
  4. په علمي، تدريسي او څېړنیزو برخو کې مناسبه تجربه ولري.
  5. په تدریسي روغتون کې د صنفي ستاژ، نهایي ستاژ، طبي وسایلو تخصصي کارونې او تطبیقاتو په برخو کې کافي مسلکي پوهه او تجربه ولري.
  6. ستراتېژیکه پلان جوړونه، پالېسيانو، میکانیزمونو او پروسیجرونو د انکشاف وړتياوې ولري.
  7. په اداري چارو کې د کمپيوټر کارونې ټول اړين مهارتونه ولري.
  8. په اداري فساد، اخلاقي جرمونو او جنایت محکوم شوی نه وي.
  9. د هر ډول قومي، ژبني، سمتي، ډله ییز او سیاسي تعصبونو او تمايلاتو څخه پاک وي او باید ډډه ترې وکړي.
  10. د پښتو او دری ژبو ترڅنګ په انګلېسي ژبه د لیکلو او مفاهمې وړتیاوي ولري.
  11. په چارو کې شفافيت، د قوانينو، پالېسیانو، طرزالعملونو، تدريسي روغتون ارزښتونو او اداري اصولو ته ژمن وي.
  12. د لوړو زده کړو او عامې روغتيا وزارتونو د قوانینو، مقرراتو، لوایحو او معیارونو سره پوره بلدتیا ولري.

How to apply

د غوښتنلیک د سپارلو لارښود

سپين غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون یو تن د جدي مراقبت خونې متخصص او یو تن د داخله ناروغیو متخصص ته اړتيا لري. په شرایطو برابر نوماندان کولی شي خپل خلص سوانح (CV) د تابعيت الکترونيکي تذکره او تحصيلي سندونه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال عقرب میاشتې تر (۵) مې نېټې پورې د لاندې برېښناليک له لارې سپين غر پوهنتون د کار کوونکو چارو آمریت ته واستوي یا دې په حضوري توګه ورته وسپاري.

Jobs@spingharuniversity.edu.af

About the organisation

سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (سپین غر پوهنتون (ننګرهار) تدریسي روغتون) پېژندنه:

سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدريسي روغتون د سپين غر پوهنتون(ننګرهار) تدريسـي روغتون دی، چې په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې يې فعاليت پيل کړی او تر دې دمه يې په ګڼو روغتيايي برخو کې پراخه باکیفیته، معیاري، معالجوي، تدريسي او تخصصي خدمتونه وړاندې کړي/وړاندې کوي.

دا روغتون د عـمومي داخـله، عمومي جراحي، کوچنیانو داخله، نسایي ولادي، انتاني، توبرکلوز، فزیوتراپي، وقایوي او عدلي طب، سترګې، غوږ، پوزې او ستوني، جلدي، عقلي او عصبي، نسخه لیکنه، داخله، جراحي او اطفالو ستوماتولوژي، پراستودونټک، اورتودنسي، پریودنټولوژي، بیوشیمي، مایکالوژي او بکتریالوژي، هیماتولوژي، هستوپتالوژي، پرازیتولوژي، ايمیونولوژي او سیرالوژي، وایرولوژي، وینې بانک او ټوکسیکولوژي څانګې لري، چې د سيمې په کچه د مجربو متخصصو ډاکترانو په درلودلو سره د مجهزو طبي وسايلو پرمټ د ګڼو ناروغيو غوره تشخيص او ډاډمنه درملنه کوي.

ياد روغتون له تېرو نږدې پینځلس کلونو راهيسې د اوږدې مخینې او نېک شهرت په درلودلو سره د ولس په زړه او ذهن کې ځای لري، چې د روغتون مؤسس، مشـرتابه او ټول کاري ټيم د ولس شته باور ساتلو ته ژمن دي او د شونتيا تر بريده به په بې پرې ډول، د معالجوي خدمتونو وړاندې کولو سربېره، خپلو محصلانو ته د عملي تدريس غوره چاپېريال زمينه رامنځته کړې ده، څو د هېواد روغتیايي سکتور ته وړ، مسلکي او په کار پوه متخصصین، ډاکتر، ټکنالوجېستان، نرسان او ستوماتولوګ ډاکتران وړاندې شي.

If this announcement is yours and you want it taken down, tell us with the form below.

Similar jobs

  1. Female IPD Nurse AAHO-Afshar Hospital NewKabulOpen to women
  2. Trauma Care Unit Nurse (Re Announced) CTG NewHerat, NimrozOpen to women4 posts
  3. Female Duty Doctor AKHS-A (Aga Khan Health Services-Afghanistan) NewBamyanOpen to women
  4. Head of security guard Shefajo Hospital NewKabul

All jobs in Health

Report a wrong figure

If a figure on this page differs from what you see, tell us. Every report is read.

OfflineShowing the last figures we had.