مالي متخصص NTA (Re Announced)

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت

Deadline
5 December 202618 days left
Salary
د ادارې د پالیسي سره سم
Contract duration
یو کال (تمدید وړ)

At a glance

Category
Finance
Published
16 November 2026
Nationality
Afghan
Gender
Male
Vacancy number
NVAEC 1
Posts
1
Education
لږ تر لږه د اقتصاد، مالي مدیریت، حسابدارۍ، بانکدارۍ یا اړونده څانګو کې ماستري سند؛ د (اې سي سي اې) یا معادل مسلکي اسنادو لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
Experience
لږ تر لږه پنځه کاله کاري تجربه په مالي مدیریت، حسابدارۍ، مالي تحلیل، تفتیش یا اړونده برخو کې .

The job

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت غواړي د مالي چارو څارنې ، مالي تحلیل ، شفافیت ، د عوایدو او لګښتونو د ښه مدیریت په موخه مالي متخصص چې لاندې اساسي دندو او مسؤلیتونو ترسره کولو وړتیا ولري په قراردادي ډول په دنده وګماري.

۱- د شرکت د مالي راپورونو، بودیجې، عوایدو او مصارفو تخنیکي تحلیل او ارزونه.

۲- د مالي صورتونو، حسابدارۍ اسنادو او مالي شاخصونو څېړنه او د هیئت مدیره ته تحلیلي راپور وړاندې کول.

۳- د مالي پلانونو، پانګونو، پراختیايي پروژو او لویو مالي معاملو اقتصادي او مالي تحلیل ترسره کول.

۴- د مالي خطرونو تشخیص، ارزونه او د کنټرول لپاره مسلکي وړاندیزونه چمتو کول.

۵- د داخلي کنټرول، مالي شفافیت او حساب ورکونې میکانیزمونو ارزونه او د اصلاح وړاندیزونه وړاندې کول.

۶- د مالي قوانینو، مقرراتو او شرکت د مالي پالیسۍ د تطبیق وضعیت ارزول.

۷- د عوایدو د زیاتوالي، لګښتونو د مؤثریت او د مالي سرچینو د ښه مدیریت په اړه تخنیکي مشورې ورکول.

۸- د هیئت مدیره د مالي موضوعاتو لپاره مسلکي تحلیلونه، نظریات او راپورونه ترتیبول.

۹- د اړتیا په صورت کې د مالي تفتیش او ارزونې پروسو سره تخنیکي همکاري کول.

Requirements

۱- لږ تر لږه د اقتصاد، مالي مدیریت، حسابدارۍ، بانکدارۍ یا اړونده څانګو کې ماستري سند؛ د ACCA یا معادل مسلکي اسنادو لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

۲- لږ تر لږه (۵) کاله په مالي مدیریت، حسابدارۍ، مالي تحلیل، تفتیش (Audit) یا اړونده برخو کې کاري تجربه.

۳ - د مالي صورتونو (ترازنامه، د عوایدو او مصارفو راپور، د نغدو پیسو جریان) د تحلیل، ارزونې او د مالي خطرونو د مدیریت وړتیا.

۴ - د بودیجې جوړونې، مالي پلان جوړونې، لګښت تحلیل (Cost Analysis) او پانګونې د ارزونې مسلکي مهارت.

۵ - د هېواد د مالیاتو د قانون، ملي مالي قوانینو، د نړیوالو حسابدارۍ معیارونو (IFRS) او مالي طرزالعملونو په اړه بشپړه پوهه.

۶ - د مالي معلوماتي سیستمونو او کمپیوټري پروګرامونو لکه QuickBooks او Advance Excel سره په مسلکي کچه بلدتیا.

۷ - د تحلیلي او مالي راپورونو د لیکلو، د ډېټا د تحلیل او د ادارې د عوایدو د لوړولو لپاره د مسلکي وړاندیزونو د چمتو کولو وړتیا.

۸ - په ملي ژبو (پښتو/دري) او انګلیسي ژبه (رسمي مالي لیکنو) پوره برلاسی درلودل

How to apply

په شرایطو برابر کسان دې تحصیلي اسناد او خلص سوانح په ټاکل شوې موده ( اعلان د پای نېټې څخه مخکې) د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ایمېل ادرس ته ولیږي.

یادؤنه: اسناد په فزیکي ډول نه اخیستل کیږي.

Email / Application Form: hr@nvaec.gov.af

About the organisation

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت (کانال ) یوه زراعتي پروژه ده چې لومړنۍ سروې او ډيزاین یې په ۱۳۴۱ لمریز کال کې پیل او په ۱۳۶۳لمریز کال کې پای ته ورسېدل، دا کانال په یوه ثانیه کې د ۵۰ متره مکعب اوبو د رسولو او د (۳۱۰۰۰) هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري چې د ننګرهار ښکلي ولایت کې د اویا کیلومتره په اوږدوالي د پنځو ولسوالیو(سره رود ، بهسود، بټي کوټ ، غني خېل او مومند درې ) پورې رسیږي او څلور میکانیزه فارمونه لري.

If this announcement is yours and you want it taken down, tell us with the form below.

Similar jobs

  1. Chief Compliance Officer (CCO) HamrahPay NewKabul
  2. CHIEF EXECUTIVE OFFICER (CEO) HamrahPay NewKabul
  3. Quality Assurance Manager (Re Announced) Bank-e-Millie Afghan (BMA) NewKabul
  4. Head of Finance (ABMMC - Mobile Money) (Re Announced) Afghan Wireless Communication Company NewKabulOpen to women

All jobs in Banking and finance

Report a wrong figure

If a figure on this page differs from what you see, tell us. Every report is read.

OfflineShowing the last figures we had.