د مسلکي پرمختیا مرکز ( پی ډی سي ) آمر
Alfalah University ( الفلاح پوهنتون )
- Deadline
- 30 November 202613 days left
- Salary
- د الفلاح پوهنتون د معاشونو د لایحې مطابق
- Contract duration
- دايمي، د درې میاشتنۍ ازمایښتي مودې له بشپړېدوڅخه وروسته
At a glance
- Category
- Education
- Published
- 16 November 2026
- Nationality
- National
- Gender
- Male
- Vacancy number
- AU-HRM/165
- Posts
- 1
- Education
- د بشري سرچینو (اېچ ار ایم) یا هم اداره او مدیریت په برخه کې د ماستري سند درلودل
- Experience
- په اداري برخه کې لږترلږه درې کاله کاري تجربه درلودل
The job
د دندې لنډیز
د مسلکي پرمختیا مرکز (PDC) مسؤل د پوهنتون د علمي معاونیت تر رهبرۍ او مدیریت لاندې، د پوهنتون د علمي او اداري کارکوونکو، استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې او مسلکي پرمختیا په موخه، په منظم ډول د روزنیزو اړتیاوو ارزونه ترسره کوي. د ترسره شویو ارزونو د پایلو او تحلیل پر بنسټ، اړوند عملیاتي پلانونه ترتیب او تطبیقوي. همدارنګه، د ډیپارټمنټونو د اړتیاوو له مخې، د استادانو، کارکوونکو او محصلینو د مسلکي او علمي وړتیاوو د لوړولو لپاره اړین روزنیز پروګرامونه، لکه ورکشاپونه، سیمینارونه او نور مسلکي کورسونه، طرحه، تنظیم او تطبیقوي.
د مسلکي پرمختیا مرکز مسؤل مکلف دی چې د خپلو فعالیتونو او ترسره شویو چارو ربعوار راپورونه په رسمي ډول علمي معاونیت ته وړاندې کړي.
د مسلکي پرمختيا مرکز مسؤليتونه
د کيفيت لوړونې اړوند برنامو د جوړښت او مسؤليتونو د لارښود پر ساس، د مسلکي پرمختيا مرکز لاندې مسؤليتونه لري:
- د استادانو، محصلينو او اداري کار کوونکو د ظرفيتونو لوړونې لپاره اړتيا ارزونې تر سره کول
- د استادانو، محصلينو او اداري کار کوونکو د ظرفيتونو لوړونې لپاره لنډمهاله، منځمهاله او اوږد مهاله برنامې برابرول
- د کرېډټ لايحې مطابق د هغه ضعيفه محصلينو لپاره چې چانسي ازموينو کې ناکام شوي وي، لنډ مهاله کورسونه يا د کورنۍ دندو د ترسراوي او کتنې پروسيجر تطبيقول
- د پوهنځیو علمي کادري غړیو او محصلینو ته د څېړنو په برخه کې ورکشاپونه او نور اړین ټرېننګونه دایرول.
- په پوهنتون کې د دوامداره کیفیت ساتلو په برخه کې د کیفیت لوړونې آمریت سره په ټولو اموراتو کې برخه اخېستل( لک منظمې جلسې، بیا کتنې ...)
- د پوهنتون علمي کادرونو او زده کړیالانو تخنیکي برنامو لپاره په خپل وخت د تخنیکي مرستو او اسانتیاوو برابرول.
- په ملي، سیمه یزه او نړېواله کچه له معتبرو پوهنتونونو سره د علمي کادري غړیو د ظرفیت لوړونې په موخه د اړیکو جوړول او پیوستون رامنځته کول.
- په پوهنتون کې د نویو او عصري درسي مېتودونو ( ... OBL, SCL) د رایج کولو په برخه کې استادانو ته سمینارونه، ورکشاپونه، علمي سفرونه او د نورو اړینو چارو تر سره کول.
- په پوهنتون کې د الکترونيکي زده کړو د ترويج او اغېزناک تطبیق لپاره زمینه برابرول.
- د تضمين کيفيت او بشري سرچينو آمريتونو په ملتيا د نظارت او ارزونو په برخو کې کړنلارې جوړول
- د رونيزو برنامو په جریان کې د ګډونولو همغږي کول، دوی ته پروګرام جوړول، او څارنه یې تر سره کول.
- د ازموینو د کیفیت لوړونې په موخه د ازموینو د پایلو تحلیلي راپورونه ترتیبول او د کمزوري شاخص اړوند محصلانو سره د هغوې د حالت معلومولو په موخه د مشوره ورکونې او کار موندنې مديريت سره په ګډه مصاحبې تر سره کول.
- د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په منظور په دایر شویو برنامو باندي دوامداره څارنه او نظارت.
- په پوهنتون کې د غوره استعدادونو پېژندل، جذب او ورته د کاري زمینې په برابرولو کې مرسته کول.
- د مسلکي زده کړو په برخه کې روښانه لارښوونه، اصول او قواعد رامنځ ته کول.
- په پوهنتون کې د برېښنایې زده ترويج او تقويت لپاره په دوامدار ډول کار کول
- د علمي څېړنې پياوړتيا په موخه د څېړنې امريت سره په همغږۍ استادانو او محصلينو ته رزونيزې برنامې دايرول
- د طرزالعمل او مقرراتو په اساس د کمېټو او شوراګانو په مجالسو کې ګډون کول.
- د پوهنتون د زده کړییزو مسایلو په برخه کې اړونده ادارو ته مشورې ورکول.
- د پوهنتون د دوامداره زده کړییزو پروګرامونو د طرحو ارزولو په برخه کې مشورې ورکول.
- د کیفیت لوړونې برنامو لپاره د مختلفو او ځانګړیو فورمونو طرحه کول.
- د پوهنتون لپاره د کلنۍ بودجې په جوړولو کې برخه اخېستل ترڅو د سرچېنو په تنظیم او تخصیص کې مؤثریت رامنځ ته شي.
- د مالي سرچېنو د جلبولو له پاره مختلف فرصتونه برابرول.
- د بهرنيو ملاتړو ادارو څخه د ترلاسه شويو پروژو په تطبيق کې د جلا کتبي موافقې پر اساس اړوند کارونه تر سره کول
- د کیفیت لوړوونې او اعتبار ورکوونې آمریت د اړتیاو پر اساس د تدریس د ستراتیژۍ پراختیا او تطبیق.
- د پوهنتون په استازيتوب د تدریس د پراختیا پلان جوړول او د هغه د لومړیتوبونو په هکله ځان باوري کول.
- په تدریس کې د علمي کادرونو د لاسته راوړنو څخه ځان خبرول او په یاده برخه کې د مکافاتو سیستم رامنځه ته کول.
- د پوهنتون د کمېټو او نورو برخو سره دوامداره همکاري او هغوی ته لازمي مشوري ورکول.
- په مياشتيني او ربعوار ډول علمي معاونيت ته راپور ورکول
Requirements
وړتیاوې
- د بشري سرچینو (اېچ ار ایم) یا هم اداره او مدیریت په برخه کې د ماستري سند درلودل
- خارج مرز فارغ اسناد باید د لوړو زده کړو وزارت څخه تائید او د انسجام او اکاډمیک چارو ریاست مکتوب هم ولري.
- په اداري برخه کې لږترلږه درې کاله کاري تجربه درلودل
- د کمپیوټر د (ایم اس افس) او انټرنټ کارولو پوره تسلط درلودل
- په پښتو او دري ژبو رواني خبري کول
- په انګلیسي ژبه بشپړ تسلط درلودل
- کاري ژمنيتا درلودل ،د وخت مراعتول او په دنده کې دوامداره حضور
- په انفرادي توګه او په ټيم کې د کار کولو وړتيا درلودل
- د نورو همکارانو سره مثبت او مسلکي اړیکې ساتل.
- د ښې مفاهمې، خبرو اترو او مدیریت ځانګړنې
How to apply
په شرايطو برابر کاندیدان کولی شي خپله (CV) یا خلص سوانح ،غوښتنلیک او اړوند اسناد د روان 2026 میلادي کال د نومبر میاشتې تر 30 نېټې پورې د لاندې برېښنالیک له لاري د الفلاح پوهنتون بشري سرچينو آمريت ته واستوي.
نوټ: لطفآ د برېښنالیک په موضوع( سبجیکټ لاین ) کې د اړوند بست عنوان او د اعلان شمېره( ویکنسي نمبر) په واضح ډول ولیکئ.
About the organisation
د الفلاح پوهنتون لنډه پېژندنه
الفلاح پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو پر بنسټ له راجسټر کېدو وروسته په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د هېوادوالو لپاره د غوره، پرمختللو او معیاري لوړو زده کړو وړاندې کولو په موخه تاسیس شو
الفلاح د بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی خصوصي پوهنتون دی، چې اوس مهال د انجینري، کمپیوټرساینس اقتصاد، شرعيات، ژورناليزم او حقوق او سياسي علومو پوهنځي لري چې په یادو پوهنځيو کې نږدې دوه نیم زره محصلين د ماسټرۍ او لېسانس په کچه په لوړو زده کړو بوخت دي. د لوړو زده کړو د تدريس چارې يې د ماسترۍ او دوکتورا لرونکو مجربو دايمي استادانو له خوا ترسره کېږي د يادو پوهنځيو ټول استادان د خپلو محصلينو لپاره د نړۍ او هېواد په کچه له معاصرو تدريسي مېتودونو څخه کار اخلي، څو محصلين وکړای شي، د نړۍ نويو او عصري علمي تجاربو څخه خبر او په راتلونکي کې له همدې اغيزمنو تجربو څخه ګټه پورته کړي
د بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کولو سره سم، الفلاح پوهنتون د کار بازار او ټولنه کې د لوستي قشر غوښتنو ته په کتو د خپل پنځه کلن ستراتېژیک پلان پر بنسټ د نویو برنامو د ایجاد لپاره هلې ځلې پیل کړې، چې بیا د لوړو زده کړو وزارت مقام عالي شورا (۲/۳/۱۴۰۲) نېټې پرېکړې له مخې د الفلاح پوهنتون لپاره، شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د «تفسیر او حدیث» د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې «نړیوال حقوق» ماسټرۍ برنامې منظوري شوي چې او سمهال محصلین په کې زده کړي کوی، او د نورو علمي برنامو د ایجاد په حال کې دي.
If this announcement is yours and you want it taken down, tell us with the form below.
Similar jobs
- School Headmistress - سرمعلمه مکتب AWVAO
- ترینر نلدوانی (Re Announced) Afghans Better Life Organization (ABLO)
- ترینر برق (Re Announced) Afghans Better Life Organization (ABLO)
- د نرسنګ پوهنځي پوره وخته استاد ۲ بستونه( یو بست فزیالوژي او مایکروبیولوژي، یو بست د بیوشیمي او فارمکالوژي) Spinghar University (Nangarhar)