د انجنیري پوهنځي د ماسټرۍ برنامې استاد
الفلاح پوهنتون
- Deadline
- 16 October 202612 days left
- Salary
- دالفلاح پوهنتون د ماستري برنامې استادانو د معاشونو د لايحې مطابق
- Contract duration
- دایمي؛ د درېمیاشتنۍ آزمایښتي مودې له بشپړېدو وروسته
At a glance
- Category
- Education
- Published
- 30 September 2026
- Nationality
- National
- Gender
- Male
- Vacancy number
- AU-HRM/164
- Posts
- 4
- Education
- Ph.D. or Master’s Degree in Construction Engineering Management or Structural Engineering
- Experience
- د ماسټرۍ کاندید باید د ماسټرۍ تحصیلي سند له ترلاسه کولو وروسته لږ تر لږه ۸ (اته) کاله په علمي برنامو کې د تدریس عملي تجربه ولري
The job
د انجنیري پوهنځي د ماسټرۍ برنامه د استاد اساسي دنده د خپل تخصص اړوند مضامینو تدریس، محصلینو ته علمي، څېړنیزې او مسلکي لارښوونې، او د تیزس د علمي لارښوونې، ارزونې او اړینو سپارښتنو وړاندې کول دي.
د دې ترڅنګ، د انجنیري علومو په اړوندو برخو کې د معیاري او علمي څېړنو ترسره کول، د علمي مقالو لیکل او په معتبرو علمي ژورنالونو کې یې نشرول، په علمي کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو کې فعال ګډون، د تحصیلي نصاب په مهالنۍ او غني کولو کې ونډه اخیستل، او د پوهنتون د علمي، څېړنیزو او مسلکي اهدافو د تحقق لپاره همکاري د استاد له اساسي دندو او مسؤلیتونو څخه ګڼل کېږي.
استاد مکلف دی چې د معاصرو تدریسي میتودونو، علمي او څېړنیزو منابعو او نوې ټکنالوژۍ له مؤثرې کارونې څخه په استفادې سره د تدریس کیفیت لوړ، د محصلینو علمي او څېړنیز ظرفیت پیاوړی او د ماسټرۍ برنامې د علمي معیارونو په ارتقا کې اغېزمن رول ولوبوي.
د استاد اساسي مسؤلیتونه
- د سمستر له پېل څخه وړاندې د خپلو مضامینو اړوند د پوهنتون د ټاکلي فارمېټ سره سم کورس پالیسیانې ترتیبول او د پوهنځي د ریاست او کرېکولم کمېټې څخه یې تاییدول.
- د پوهنځي لخوا ترتيب او تائيد شوي کرېډټ پلان او درسي مهالويش له مخې د خپل تخصص او مسلک اړوند مضامينو تدريسول.
- د خپلو تدریسي مضامینو اړوند معیاري درسي مواد (لکچر، کتاب، پرزېنټېشن) چمتو کول، او د سمستر په پېل کې یې کاپي محصلینو ته ورکول.
- د ماسټرۍ پروګرام د محصلینو د علمي لارښوونې او مشورې په برخه کې د اړوند دیپارتمنت لخوا سپارل شوي مسؤلیتونه په منظم او مسؤلانه ډول ترسره کول.
- د ماسټرۍ پروګرام محصلینو ته د څېړنې، علمي لیکنې، تخنیکي مطالعاتو او مسلکي پرمختګ په برخو کې علمي لارښوونۍ او مشورې ورکول.
- د ماسټرۍ محصلینو د تیزس د لارښوونې په برخه کې د ټاکل شوي مهالویش مطابق لازمې علمي لارښوونې وړاندې کول، د څېړنیزو طرحو او پایلیکونو ارزونه او د اړینو اصلاحاتو وړاندیز کول.
- د محصلينو د پايليکونو په دفاع ګانو، مناقشو کې ګډول کول ،د خپلې برخې اړوند کارونه تر سره کول.
- د نوې ټکنالوژۍ او وسایلو لکه ایل سی ډي، انټرنټ نه په استفادي محصلینورته مضامین په مؤثره توګه تدریسول.
- په تدریسي چارو کې د (OBE) او (SCL) او نورو معاصرو تدریسي میتودونو څخه استفاده کول.
- محصلینو ته د څېړنیزو فعالیتونو ترسره کولو په موخه کورنۍ دندې ورکول او له دقيقې کره کتنې وروسته یې محصلانو ته په اړه رسماُ فیډبیک ورکول
- د اړوند پوهنځي ریاست د څېړنیزو فعالیتونو د پلان پر اساس خپل اړوند څېړنیز فعالیتونه پخپل وخت او دقیق ډول ترسره کول.
- د انجنیري اړوندو علمي، تخنیکي او مسلکي موضوعاتو په اړه څېړنې ترسره کول، علمي مقالې لیکل په معتبرو علمي مجلو کې نشرول او علمي کنفرانسونو کې یې وړاندې کول.
- د ماستري برنامې د بورد او یا د فوق لسانس په یوه کمېټه کې د غړي په توګه دنده ترسره کول.
- د سمستر په جریان کې د خپلو تدریسي مضامینو اړوند په مهمو علمي موضوعاتو محصلینو ته سمینارونه وړاندې کول.
- د هر سمستر د ازموینو لپاره د خپلو اړوندو مضامینو پوښتنې د لوړو زده کړو وزارت د اصولو سره سم ترتیبول او په ټاکلي وخت یې ماستري برنامې آمر ته سپارل.
- د الفلاح پوهنتون د ادارې د اړتیا او غوښتنې په صورت کې له صنعتي، سوداګریزو، تخنیکي او نورو اړوندو ادارو سره د علمي او مسلکي همکاریو د رامنځته کولو او پیاوړتیا په برخه کې همکاري کول.
- د الفلاح پوهنتون ادارې لخوا د نورو رسمي کارونو په لړ کې سپارل شوې دندې په مسوولانه توګه ترسره کول.
Requirements
وړتياوې
- د انجنیري پوهنځي د ساختماني انجنیري مدیریت (Construction Engineering Management) او ساختماني انجنیري - سټرکچر (Structural Engineering) په برخه کې د دوکتورا یا ماستري ترکچی د لوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شوي تحصیلي اسناد ولري
- خارج مرز فارغ اسناد باید د لوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شوي وي او د انسجام او اکادیمیک چارو ریاست اړوند مکتوب یې هم ورسره ضمیمه وي
- په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې لږ تر لږه دوه علمي مقالي نشر شوي وي
کاري تجربه
- د ماسټرۍ کاندید باید د ماسټرۍ تحصیلي سند له ترلاسه کولو وروسته لږ تر لږه ۸ (اته) کاله په علمي برنامو کې د تدریس عملي تجربه ولري.
فني مهارتونه
- د کمپیوټر په (ایم اس افس) او انټرنټ کارولو پوره تسلط درلودل
- په پښتو او دري ژبو رواني خبري کول
- په انګلیسي ژبه بشپړ تسلط درلودل
- د انجنیري اړوند سافټویرونو سره بلدتیا لرل
- د کاري ژمنتیا، د وخت مراعتول او په دنده کې دوامداره حضور
- په انفرادي توګه او په ټیم کې د اغیزناکه کار کولو وړتیا درلودل
- د نورو همکارانو سره مثبت او مسلکي اړیکې ساتل.
- د ښې مفاهمې، خبرو اترو او مدیریت ځانګړنې
How to apply
په شرايطو برابر وړکاندیدان کولای شي خپله سي وي یا خلص سوانح د غوښتنلیک او اړوندو اسنادو سره یوځای دروان 2026 میلادي کال د اکتوبر میاشتې تر 17 مې نېټې پورې ، د لاندې بریښنا لیک له لارې د الفلاح پوهنتون د بشري سرچينو آمريت ته واستوي.
نوټ: لطفاً د خپل برېښنالیک د موضوع (Subject Line) په برخه کې د دندې عنوان او د اعلان شمېره (Vacancy No.) په واضح ډول ذکر کړئ.
About the organisation
د الفلاح پوهنتون لنډه پېژندنه
الفلاح پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو پر بنسټ له راجسټر کېدو وروسته په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د هېوادوالو لپاره د غوره، پرمختللو او معیاري لوړو زده کړو وړاندې کولو په موخه تاسیس شو
الفلاح د بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی خصوصي پوهنتون دی، چې اوس مهال د انجینري، کمپیوټرساینس اقتصاد، شرعيات، ژورناليزم او حقوق او سياسي علومو پوهنځي لري چې په یادو پوهنځيو کې نږدې دوه نیم زره محصلين د ماسټرۍ او لېسانس په کچه په لوړو زده کړو بوخت دي. د لوړو زده کړو د تدريس چارې يې د ماسترۍ او دوکتورا لرونکو مجربو دايمي استادانو له خوا ترسره کېږي د يادو پوهنځيو ټول استادان د خپلو محصلينو لپاره د نړۍ او هېواد په کچه له معاصرو تدريسي مېتودونو څخه کار اخلي، څو محصلين وکړای شي، د نړۍ نويو او عصري علمي تجاربو څخه خبر او په راتلونکي کې له همدې اغيزمنو تجربو څخه ګټه پورته کړي
د بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کولو سره سم، الفلاح پوهنتون د کار بازار او ټولنه کې د لوستي قشر غوښتنو ته په کتو د خپل پنځه کلن ستراتېژیک پلان پر بنسټ د نویو برنامو د ایجاد لپاره هلې ځلې پیل کړې، چې بیا د لوړو زده کړو وزارت مقام عالي شورا (۲/۳/۱۴۰۲) نېټې پرېکړې له مخې د الفلاح پوهنتون لپاره، شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د «تفسیر او حدیث» د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې «نړیوال حقوق» ماسټرۍ برنامې منظوري شوي چې او سمهال محصلین په کې زده کړي کوی، او د نورو علمي برنامو د ایجاد په حال کې دي.
If this announcement is yours and you want it taken down, tell us with the form below.