د اوبو او روغتیا ساتنې ساحوي آفسر(کندهار)

ARCS

Deadline
12 October 20267 days left
Salary
As per Organizational Salary Scale
Contract duration
قراردادی

At a glance

Category
Engineering
Published
5 October 2026
Nationality
Afghan
Gender
Male
Vacancy number
hr@0332
Posts
1
Education
په سېول انجینرۍ، اوبو رسولو انجینرۍ، د اوبو زیرمو او چاپیریال ساتنې انجینرۍ، یا اړوندې انجینرۍ برخه کې لږ تر لږه د لیسانس سند، د ماسټرۍ سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
Experience
د واش پروګرامونو په پلانولو، تطبیق او څارنه کې لږ تر لږه ۵ کاله اړونده کاري تجربه.

The job

د دندې لنډیز

د اوبو او روغتیا ساتنې ساحوي آفسر اساسي دنده د افغاني سرې میاشتې ټولنې د اوبو او روغتیا ساتنې (WASH) پروژو او فعالیتونو د پلان جوړونې، همغږۍ، تطبیق، ساحوي څارنې او ارزونې، تخنیکي ملاتړ او راپور ورکولو په برخه کې د اوبو او روغتیا ساتنې آمریت سره همکاري کول دي.

د اوبو او روغتیا ساتنې ساحوي آفسر د واش پروژو او فعالیتونو د اړتیاوو په ارزونه، پلان جوړونه، ساحوي سروې، د فعالیتونو د تطبیق په تعقیب، د پرمختګ او کیفیت په ارزونه، او د تخنیکي او عملیاتي ستونزو په تشخیص او حل کې ونډه اخلي. نوموړی به د پروژو د تطبیق پر مهال د منظور شوو پلانونو، تخنیکي معیارونو، مشخصاتو او اړوندو لارښودونو د رعایت د ډاډ ترلاسه کولو لپاره له ساحوي ټیمونو سره نږدې همکاري او لازم تخنیکي ملاتړ کوي.

دغه بست به د اوبو او روغتیا ساتنې پروژو د تطبیق د پرمختګ، ساحوي موندنو، تخنیکي موضوعاتو او اړتیاوو د ثبت او راپور ورکولو، د اړوندو اسنادو د بیاکتنې، د ساحوي ستونزو د حل لپاره د مناسبو وړاندیزونو د وړاندې کولو، او د پروژو د کیفیت او اغېزمنتیا د ښه والي په برخه کې د اوبو او روغتیا ساتنې آمریت تر چتر لاندې د زونونو په کچه فعالیت کوي. همدارنګه، د اړوندو ادارو، قراردادیانو، همکارو موسسو، ساحوي ټیمونو، رضاکارانو او د غورځنګ له شریکانو سره به د واش فعالیتونو د مؤثر تطبیق او همغږۍ په موخه اړیکې او همکاري ترسره کوي.

دندې او مسؤلیتونه

اساسي مسؤلیتونه

  • د افغاني سرې میاشتې ټولنې د واش پروګرامونو په پلان جوړونه، تطبیق، همغږۍ، څارنې او ارزونه کې فعاله ونډه اخیستل.
  • د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون او د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال غورځنګ له نورو غړو، ملي ټولنو، همکارو ادارو او اړوندو دولتي بنسټونو سره د واش فعالیتونو د مؤثر تطبیق په موخه همغږي او اړیکې ساتل.
  • د واش پروژو د تخنیکي سروې، ډیزاین، محاسبو، نقشو، احجامو بیلونو، لګښتونو اټکل او تخنیکي مشخصاتو په چمتو کولو کې ونډه اخیستل.
  • د منظور شوو پروژو، کاري پلانونو، بودجو او پروګرامي هوکړو له مخې د واش فعالیتونو تطبیق تعقیب او تخنیکي ملاتړ تر سره کول.
  • د واش پروژو د کیفیت، پرمختګ او د منظور شوو تخنیکي معیارونو او پروګرامي اړتیاوو د رعایت څارنه.
  • د واش پروژو اړوند تخنیکي او پروګرامي معلوماتو، راپورونو او اسنادو برابرول او مدیریت.
  • د بیړني چمتووالي او غبرګون پر مهال د واش اړوندو فعالیتونو په چټکه سروې، پلان جوړونه، ارزونه، تطبیق او همغږۍ کې ونډه اخیستل.
  • د واش آمریت په لارښوونه په نورو کړنو کې فعاله ونډه اخیستنه.

1.د اړتیاوو ارزونه او ساحوي سروې

  • د واش پروژو لپاره د ټولنو، ښوونځیو، او روغتیايي مرکزونو د اړتیاوو په ارزونه او ساحوي سروې کې ګډون.
  • د اوبو سرچینو د ظرفیت، کیفیت، موسمي وضعیت او د استفادې د دوامدارۍ په اړه د اړوندو معلوماتو راټولول او ارزونه.
  • د موجوده واش تأسیساتو، نفوس، د اوبو اړتیاوو او اړوندو ټولنیزو او چاپېریالي شرایطو په اړه د معلوماتو راټولول.
  • د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې اړوندو ستونزو، تشو او لومړیتوبونو پېژندنه او مستندسازي.
  • د سروې پر مهال د ډیزاین لپاره اړین توپوګرافیک، هایدرولیک، هایدروجیولوژیکي او نور تخنیکي معلومات راټولول او تحلیل کول.

2.د طرحې، ډیزاین او تخنیکي اسنادو په برخه کې همکاري

  • د اوبو رسولو د جاذبوي او لمریزو سستمونو، اوبو ذخیرو، وېش، او اړوندو واش تأسیساتو د طرحې او ډیزاین په برخه کې له واش ډیزاین انجینر سره همکاري.
  • د ساحوي معلوماتو پر بنسټ د واش پروژو د نقشو، تخنیکي محاسبو، احجامو بیلونو، لګښتونو اټکل او تخنیکي مشخصاتو په چمتو کولو او بیاکتنه کې ونډه اخیستل او د اړتیا پر مهال یې بشپړول.
  • د واش ډیزاین انجینر له خوا د برابر شوو ډیزاینونو، احجامو بیلونو، تخنیکي مشخصاتو او نورو اسنادو د ساحوي معلوماتو سره د مطابقت ارزونه.
  • د پروژې د تطبیق پر مهال د ساحوي شرایطو د بدلونونو او تخنیکي ستونزو راپور ورکول او د اړتیا په صورت کې د ډیزاین د تعدیلاتو په برخه کې همکاري.
  • د واش پروژو د تخنیکي اسنادو په راټولولو، تنظیمولو او آرشیف کې همکاري.

3.د پروګرام پلان جوړونه او تطبیق

  • د واش پروژو د فعالیتونو د کاري پلانونو په جوړولو او د منظور شوو پلانونو له مخې د فعالیتونو د تطبیق په تعقیب کې ونډه اخیستل.
  • د پروژو د تطبیق لپاره د اړینو تخنیکي، بشري، لوژستیکي او عملیاتي اړتیاوو په پېژندنه او تعقیب کې ونډه اخیستل.
  • د وخت، کیفیت، منابعو او پروګرامي موخو په پام کې نیولو سره د واش فعالیتونو د تطبیق د پرمختګ، لاسته راوړنو، ستونزو او اړتیاوو منظم تعقیب.
  • د پروژو د تطبیق پر مهال له ساحوي ټیمونو، قراردادیانو، شریکانو او اړوندو تخنیکي کارکوونکو سره نږدې همکاري.
  • د بیړنیو حالاتو پر مهال د واش اړوندو فعالیتونو د چټکې سروې، پلان جوړونې، تطبیق او همغږۍ په برخه کې ونډه اخیستل.

4.ساحوي څارنه، کیفیت او ارزونه

  • د واش پروژو او فعالیتونو منظمې ساحوي لیدنې او د تطبیق د پرمختګ څارنه.
  • د ساختماني او غیرساختماني واش فعالیتونو د کیفیت، پرمختګ او د منظور شوو پلانونو، ډیزاینونو، مشخصاتو او معیارونو د رعایت تعقیب.
  • د ساحوي تخنیکي ستونزو، نیمګړتیاوو او د منظور شوي ډیزاین او ساحوي وضعیت ترمنځ د توپیرونو پېژندنه او راپور ورکول.
  • د کیفیت د کنټرول لپاره د ساختماني موادو، تجهیزاتو او ترسره شوو کارونو د اړوندو ازموینو، تصدیقونو او تخنیکي اسنادو په تعقیب کې ونډه اخیستل.
  • د ساحوي موندنو، عکسونو، اندازو، پرمختګونو او ستونزو مستندسازي او د اصلاح لپاره د سپارښتنو وړاندې کول.
  • د پروژو د موقتي او وروستي سپارلو په پروسه کې د اړتیا پر مهال ګډون.

5.همغږي،استازیتوباو راپور ورکونه

  • د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون او د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال غورځنګ له نورو غړو، ملي ټولنو، همکارو موسسو، قراردادیانو او اړوندو ادارو سره د واش فعالیتونو په اړه منظمې اړیکې او همغږي.
  • د اړتیا په صورت کې په تخنیکي غونډو، واش کلسټر، کاري ګروپونو او اړوندو فورمونو کې د افغاني سرې میاشتې استازیتوب.
  • د واش فعالیتونو د تطبیق په اړه د سرې میاشتې اړوندو څانګو او ساحوي ټیمونو سره همغږي.
  • د واش پروژو د شاخصونو، لاسته راوړنو، فزیکي پرمختګ، تخنیکي وضعیت او ګټه اخیستونکو اړوند معلوماتو منظم ثبت او تازه ساتل.
  • د پروژو د تخنیکي، پروګرامي او عملیاتي موضوعاتو اړوند معلومات د واش آمریت سره شریکول.
  • د میاشتنیو، ربع ‌وارو او کلنیو پلانونو او راپورونو په برابرولو کې فعاله ونډه اخیستل.
  • د زده‌کړو، بریالیو تجربو، ننګونو او د پروژو د ښه والي اړوند مواردو مستندسازي.

6.روزنه او د ظرفیت لوړونه

  • د واش ساحوي کارکوونکو، رضاکارانو او د ټولنې د استازو د ظرفیت لوړونې په فعالیتونو کې ونډه اخیستل.
  • د واش خوندي او ټول شموله فعالیتونو، روغتیا ساتنې پوهاوي، او اړوندو موضوعاتو په اړه د روزنیزو پروګرامونو په تنظیم او تطبیق کې همکاري.
  • د ساحوي لیدنو پر مهال د اړتیا وړ عملي لارښوونې او تخنیکي ملاتړ وړاندې کول.
  • د واش ټیم د تخنیکي او پروګرامي ظرفیت لوړونې لپاره د روزنیزو اړتیاوو په پېژندنه کې همکاري.

7.بیړنی چمتووالی او غبرګون

  • د بیړنیو حالاتو لپاره د واش اړتیاوو د چټکې ارزونې، سکوپینګ او لومړنیو سروې‌ګانو په ترسره کولو کې ګډون.
  • د بیړنیو حالاتو لپاره د واش تخنیکي طرحو، ابتدایي ډیزاینونو، احجامو بیلونو او اړتیا وړ تخنیکي اسنادو په چټک چمتو کولو کې ونډه اخیستل.
  • د بیړنیو واش توکو، تجهیزاتو او کیټونو د اړتیا، تدارک، مخکې ځای پر ځای کولو او وېش په همغږۍ کې ونډه اخیستل.
  • د سیلابونو، وچکالۍ، زلزلو، بې‌ځایه کېدو او نورو بیړنیو حالاتو پر مهال د واش غبرګون په پلان جوړونه او تطبیق کې همکاري.
  • د بیړنیو واش فعالیتونو د پرمختګ او اړتیاوو په اړه د وخت پر وخت معلوماتو او راپورونو برابرول.

Requirements

1.تحصیلات

  • په سېول انجینرۍ، اوبو رسولو انجینرۍ، د اوبو زیرمو او چاپیریال ساتنې انجینرۍ، یا اړوندې انجینرۍ برخه کې لږ تر لږه د لیسانس سند، د ماسټرۍ سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
  • اړونده مسلکي روزنې، او اضافي زده کړې امتیاز بلل کېږي.

2. کاري تجربه

  • د واش پروګرامونو په پلانولو، تطبیق او څارنه کې لږ تر لږه ۵ کاله اړونده کاري تجربه.

3.تخنیکي پوهه او مهارتونه

  • د واش پروژو د تخنیکي، ټولنیزي او هایدروجیولوژیکي سروې تر سره کولو ښه پوهه.
  • د واش پروژو د تخنیکي اسنادو، نقشو، او ډیزاینونو د چمتو کولو او بیا کتنې وړتیا درلودل.
  • د اټوکید، سیول 3D ، جی ای اس، واټرجیمز او ورته نورو تخنیکي سافټویرونو د کارولو وړتیا.
  • دجی پی اس، لیول ماشین، ټوټل سټیشن او نورو اړوندو سروې وسایلو د کارولو او د ساحوي معلوماتو د راټولولو وړتیا.
  • د هایدروجيولوژیکي سروې، د څاه د موقعیت ټاکنې،د څاه د تخنیکي راپور، او د پمپ ټست راپور د تخنیکي ارزونې بنسټیزه پوهه.
  • د اوبو کیفیت، د اوبو د تصفیې بنسټیزو پروسو او د اوبو د خوندیتوب اړوندو اصولو سره بلدتیا.
  • د واش پروژو د کیفیت کنترول او ارزونې، د موادو د کیفیت ارزونې او ساحوي تخنیکي څارنې تجربه.
  • د واش اړوندو ملي معیارونو، تخنیکي لارښودونو او نړیوالو معیارونو لکه Sphere او اړوندو WHO/UNICEF لارښودونو سره بلدتیا.
  • د واش فعالیتونو په طرحه او تطبیق کې د جنسیت، شمولیت، خوندیتوب، حساب ورکونې، د ټولنې د ګډون او د زیان‌منو ډلو د اړتیاوو د ادغام پوهه.
  • د سیلابونو، وچکالۍ، زلزلو، بې‌ځایه کېدو او نورو بیړنیو حالاتو پر مهال د واش غبرګون د پلان جوړونې او تطبیق پوهه.

4.مدیریتي او رهبري وړتیاوې

  • د تخنیکي ټیمونو د لارښوونې، څارنې او ظرفیت لوړونې وړتیا.
  • د ساحوي او ولایتي واش کارکوونکو ته د تخنیکي لارښوونې وړتیا.
  • د څو اړخیزو ټیمونو سره د اغېزمن کار، همغږۍ او ستونزو د حل وړتیا.
  • د خپلواک کار، د لومړیتوبونو ټاکلو او د ټاکلي وخت په دننه کې د دندو د بشپړولو وړتیا.
  • د تخنیکي ستونزو د تحلیل، حل‌لارو د موندلو او د تصمیم‌نیونې لپاره د مسلکي سپارښتنو وړاندې کولو وړتیا.

5.ژبنۍ وړتیا

  • په پښتو، دري او انګلیسي ژبو کې د خبرو، لیکلو او مسلکي اړیکو ښه وړتیا.
  • په انګلیسي ژبه د تخنیکي راپورونو، پروپوزلونو، ایمیلونو او نورو مسلکي اسنادو د لیکلو او د تخنیکي غونډو د تعقیب وړتیا.

6.شخصي وړتیاوې او مسلکي چلند

  • قوي تحلیلي او د ستونزو د حل وړتیا.
  • دقت، مسلکي صداقت او د تخنیکي کیفیت رعایت.
  • د فشار او بیړنیو حالاتو پر مهال د کار کولو وړتیا.
  • د ټیمي کار، اغېزمنې اړیکې او بین‌الاداري همکارۍ وړتیا.
  • د سفر او په اړوندو ساحوي سیمو کې د کار کولو چمتووالی.

How to apply

لطف نموده جهت ثبت نام برای بست متذکره تمام اسناد تحصیلی خویش را یک پی دی اف ساخته که شامل(سی وی سند تحصیلی سند تجارب کاری و تذکره)میباشد، به ایمیل ادرس ذیل ارسال بدارند

.ملاحظه: هنگام ثبت نام برای وظیفه و ارسال اسناد از طریق ایمیل، درج عنوان و کُد بست مربوطه الزامی است.اسناد که مکمل نباشد پذیرفته نمیشود

نمبر تماس 0701436832

hr@arcs.af

About the organisation

جمعیت هلال احمر افغانستان که در سال 1934 تأسیس شد، یک نهاد مستقل و بشردوستانه است که توسط دولت افغانستان به عنوان یک نهادخیریه و بیطرف برای ادارات دولتی به رسمیت شناخته شده است. جمعیت هلال احمر افغانی سره میاشت نقش مهمی در ارائه خدمات رضاکارانه و کمک های بشری ایفاء میکند. بر اساس قانون و اساس نامه جمعیت ملی فعالیت های خویش را مطابق با اصول هفت گانه خویش بشردوستی، بی طرفی، استقلالیت، خدمات رضاکارانه، وحدت و جهان شمولیت غیر جانبداری انجام می دهد. از جمله، جمعیت ملی وظیفه دارد به جوامع آسیب دیده کمک کند، سرپناه اضطراری تهیه کند و اقلام امدادی را بین افراد آسیب پذیر توزیع کند. جمعیت هلال احمر از طریق شبکه ای متشکل از 7 زون ساحوی و 34 نمایندگی در ولایات میباشدکه بیش از 20000 کارمند و رضاکار آموزش دیده،با همکاری سازمان های ملی و بین المللی با در سطح کشور برای کاهش الارم بشری در طول دهه‌های گذشته، جمعیت هلال احمر افغانی سره میاشت موفق شده است که بی‌طرفی خویش را حفظ کند و از پذیرشی برخوردار است که تیم‌هایش را قادر می‌سازد تا اقدامات بشردوستانه اصولی را در سراسر خطوط درگیری، از جمله در بخش‌های بزرگی از مناطق تحت کنترل گروه‌های مخالف مسلح، انجام دهند. با حمایت شرکای خود مانند اداره محترم - فدراسیون بین المللی صلیب سرخ (IFRC)، کمیته بین المللی صلیب سرخ (ICRC) و دیگر شرکای خویش تقویت میگردد .

If this announcement is yours and you want it taken down, tell us with the form below.

Similar jobs

  1. Site Engineer Environmental Protection Trainings and Development Organization (EPTDO) Ghazni, Paktia, KabulOpen to women
  2. Social Mobilizer - Female with Mahram Environmental Protection Trainings and Development Organization (EPTDO) Ghazni, PaktiaOpen to women2 posts
  3. NRM/Horticulturist and Livelihood Specialist Environmental Protection Trainings and Development Organization (EPTDO) Ghazni, PaktiaOpen to women
  4. Site Engineer- Greenhouse Project AWDREO Kabul

All jobs in Engineering and farming

Report a wrong figure

If a figure on this page differs from what you see, tell us. Every report is read.

OfflineShowing the last figures we had.